Francis I of France – د فرانسې لمړی فرانسیس

د ۱۵۱۵ کال، د جنوري میاشت په لمړۍ نېټه پاچا شو، د همدې کال د جنوري میاشت په ۲۵ یې تاج په سر کړ او د ۱۵۴۷ کال، د مارچ میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې پاچا وو. د ۱۴۹۴ کال، د سپټمبر په ۱۳ نېټه د فرانسې د کوګناک سیمې په په کوګناک ماڼۍ کې زېږېدلی او د ۵۲ کلنۍ په عمر د ۱۵۴۷ کال د مارچ په ۳۱ نېټه د فرانسې په رامبویت ماڼۍ (فرانسوی تلفظ یې غامبویې دی) مړ شوی. د ۱۵۴۷کال د مې په ۲۳ نېټه د فرانسې په سنت دونیس (فرانسوی تلفظ یې سن دوني) کې خاورو ته سپارل شوی. په ۱۵۱۴ کې یې له (Claude, Duchess of Brittany) سره واده وکړ، په ۱۵۳۰ کې یې له (Eleanor of Austria) سره واده وکړ. پلار یې (Charles, Count of Angoulême) او مور یې (Louise of Savoy) وه. مذهب یې رومان کتولیک وو.
 
په فرانسوۍ یې نوم فرانسوا (François I) لیکل کیږي دمنځنۍ فرانسوۍ ژبې پر وخت د فرانسې پاچا وو. د فرانسې پاچا دولسم لويي یې خسر وو او د لویي له مرګ وروسته د خپل خسر پاچایي په میراث ورته پاتې شوه. له هنر سره یې بې کچې مینه لرله او په هنر یې زیاته پانګونه وکړه. کله چې پاچا شو د ایټالیا هنرمندان یې وهڅول ترڅو خپل هنر د فرانسې په شامبورډ ماڼۍ فرانسوی تلفظ یې شامبوغ (Château de Chambord) کې وکاروي. په دې هنرمندانو کې نامتو (Leonardo da Vinci and Mona Lisa) وو. په فرانسه کې یې مطلقه پاچايي ته لار هواره کړه تر څو ټول واک له پاچا سره وي، د دې ترڅنګ یې فرانسه کې لوی کلتوري بدلون هم راوست. د فرانسیس په وخت کې فرانسې د نوې نړۍ کشف پیل کړ. په دې وخت کې جک کارتییر فرانسوی تلفظ یې ژک کاغتیې (Jacques Cartier) په امریکا کې د سیمو دعوا وکړه او د فرانسې د مستعمرو د پراخولو هڅه یې وکړه.
 
فرانسیس د فرانسوۍ ژبې لیک لوست معیاري کړ او په دې چارې سره د تورو د پلار لقب ورکړل شو، په تاریخ کې د غټ پوزي فرانسیس په نوم هم یاد شوی. د اتریش له امپراتور څوک چې په ورته وخت کې د هسپانیا پاچا (Emperor Charles V) هم وو جګړه وکړه او په دې جګړه کې په اس ناست وو او له همدې امله د اس زغلونکی پاچا نوم هم ورته اخیستل کیږي. د فرانسیس په وخت کې د هبزبرګ سلطنت د فرانسې چار چاپېره ټول هیوادونه نیولي وو او فرانسه یې محاصره کړې وه او له همدې امله فرانسیس د (Italian Wars) په نامه جګړې ته دوام ورکړ. د جګړې د ګټلو لپاره یې د انګلستان پاچا اتم هنري څخه مرسته وغوښته او کله چې اتم هنري د مرستې ډاډ ورکړ دوېمه چاره یې د ترکې له عثمانیانو سره د (Franco-Ottoman alliance) په نامه ټلواله جوړه کړه په دې وخت کې د عثماني خلافت پاچا (sultan Suleiman the Magnificent) وو. له مسلمانانو سره د دې پاچا ټلوالې جوړونې د عیسویانو نیوکو ته لار هواره کړه ځینې عیسویان یې په دې تاریخي چارې تر اوسه نیوکې کوي.
François Ier Louvre
Portrait of Francis I. Artist : Jean Clouet  (1480–1541) ; collection : Louvre Museum

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons