François-Noël Babeuf – فرانسوا نوېل بابوف

د ۱۷۶۰ کال د نومبر په ۲۳ نېټه د فرانسې په سنت کانتین (سه کانته) کې زېږېدلی او د ۱۷۹۷ کال د مې په ۲۷ نېټه د فراسې په واندوم سیمه کې مړ شوی. د (Gracchus Babeuf) په نوم هم یادیږي. له کارل مارکس مخکې د کمونېزم نظر لرونکی (proto-communist)، د فرانسې په انقلاب کې ونډه اخیستونکی او جورنالست وو. د ورځپاڼې نوم یې د خلکو ټریبیون یا د خلکو د ګټو ساتونکی وو. په خپلو لیکنو کې یې د بې وزلو د حقونو او د ډایکټوري په نوم د حکومت جوړېدو غوښتنه کوله کوم حکومت چې له ۱۷۹۵ تر ۱۷۹۹ پورې ادامه وکړه او وروسته بیا ناپلیون نسکور کړ. د وخت حکومت خپل افراطي مخالفین نسکورول او بابوف یې د دې چارې مخالفت په خپلو لیکنو کې کوه.

په پخواني روم کې ګراشي ورونه د خلکو د ګټو د ساتونکو په توګه منتخب شوي وو او بابوف هم د خلکو د ګټو د ساتونکې په نوم ورځپاڼه لرله او له همدې امله ورته ګراشوس لقب ورکړل شوی وو. د بابوف په وخت کې کمونېزم نشته وو او له همدې امله ورته د کمونېست، انارشیست او سوسیالیست لقب نه وو ورکړل شوی خو وروسته تاریخ لیکونکو یاد نومونه ورته وکارول تر څو د بابوف نظریات تشرېح کړي. وروسته لیکوالانو کې لمړی کس جان ګوډ وین بارمبای وو چې بابوف ته یې په انګرېزۍ کې د لمړي انقلابي کمونېست نوم ورکړ.

د برابرو د دسیسې په نوم کودتا کې فرانسوا نوېل بابوف ونیول شو، له نیول کېدو پس یې په جکوبین (ژکوبه) ډلې کې ملګرو هڅې پیل کړې چې له اعدام یې وژغوري خو له هڅو سره سره بابوف اعدام شو.

Sidebar



Share
Hide Buttons