François-Xavier Audouin – فرانسوا زاویر اودون

د ۱۷۶۵ کال د اپرېل په ۱۸ نېټه د لېموژ په اوت وېین کې زېږېدلی او د ۱۸۳۷ کال د جولای په ۲۳ نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې د انقلاب پرمهال روحاني او سیاست پوه وو. د جکوبین ډلې (ژکوبه) غړی وو. له انقلاب مخکې د فرانسې په لېموژ کې راهب وو.

په یوې بورجوا کورنۍ کې زېږېدلی وو. پلار یې چرم جوړونکی وو. له انقلاب مخکې مذهبي وو خو د انقلاب پرمهال یې سیاست ته مخه کړه او له جکوبین (ژکوبه) ډلې سره یو ځای شو. د ۱۷۹۳ کال د جنوري په ۱۵ نېټه یې له ماري سیلوي پاش سره واده وکړ.

لیکنې او مقالې یې لاندې دي :
– د زندان په داخل کې
– د رسنیو ازادي
– سمندري سوداګري
– د وزیرانو مسولیت
– د جګړې د هنر ادامه لرونکی تاریخ

Sidebar



Share
Hide Buttons