French – فرانسوۍ
د اېندو اروپایي کورنۍ رومانس ژبه ده. لکه د نورو رومانس ژبو په څېر یې د روم د امپراتورۍ له (Vulgar Latin) لاتیني ژبې ریښه اخیستې. د (Vulgar Latin) مانا د کلاسیک وخت غیرې رسمي لاتیني ده. فرانسوي ژبې له ګالو رومانس څخه څانګه کړې، د ګال په ځانګړې توګه له د ګال په شمال کې چې کومه لاتیني ویل کېده د ګال رومانس (Gallo-Romance) نوم ورته اخلي. نورې ورسره تړاو لرونکې او نږدې ژبې (langues d’oïl) دي. د (langues d’oïl) ژبې مخکې د فرانسې په شمال او د بلجیم په سوېل کې ویل کېدې. فرانسوي کې سلټیک ژبو، ګالیا بلجیکا او جرمني لکه فرانکېش ژبې هم نفوذ کړی. د فرانسوۍ ژبې له پراخېدو وروسته اوس وخت زیاتې فرانسوۍ کریول ژبې لري د بېلګې په توګه د هایتي کریول ژبه. هغه ملتونه چې فرانسوي وایي په انګرېزۍ او فرانسوۍ کې د فرانکوفون (Francophone) په نامه یادیږي.
په مختلفو لویو وچو کې فرانسوي د ۲۶ هیوادونو رسمي ژبه ده. په دې هیوادونو کې ډېری د (Organisation internationale de la Francophonie) ادارې غړي دي، په یاد سازمان کې ټولټال ۸۴ هیوادونه غړي دي، په دې اداره کې ټول ۸۴ هیوادونه یا د فرانسوۍ تدریس او یا هم د فرانسوۍ رسمي کارونې په اړه مالومات شریکوي. په فرانسې د بلجیم په والوني کې، د سویس په لوېدیځ کې، موناکو، لوګزامبورګ، د متحده ایالتونو په لوییزیانا ایالت کې، د متحده ایالتونو په مېن کې، د متحده ایالتونو په نیو همپ شېر کې، وېرمونټ، د ایټالیا په شمال لویدیځ کې د کاناډا کیوبېک او اونتاریو او برسوېک کې لمړۍ ژبه ده.
د فرانکوفون ۴۰% په اروپا کې، ۳۵% د سهارا په سوېل کې، ۱۵% د افریقا په شمال او منځني ختیځ کې، ۸% په امریکا کې او یوازې ۱% د ارام سمندر په ټاپوګانو کې مېشت دي. په اروپایي ټولنه کې د نفوس له مخې څلورمه لویه ژبه ده په دې مانا چې د مورنۍ ژبې په توګه د ویونکو شمېر یې تر درې ژبو وروسته څلورم کتار کې دی. په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ میلیونه کسان د فرانسوۍ ژبې په زده کولو بوخت دي او د نړۍ په کچه شپږمه ویل کېدونکې ژبه ده.
په اروپا او نړۍ کې د ۷۶ میلیونه وګړو مورنۍ ژبه ده. تر ۷۷ میلیونه پورې وګړي یې د دوېمې ژبې په توګه زده کوي. کوم خلک یې چې د دوېمې ژبې په توګه زده کوي یوازې پرې د ورځنۍ اړتیا لپاره خبرې کولای شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!