Fuding fire belly newt – فوډینګ سور تریتون

د ډول علمي نوم یې (Cynops fudingensis) دی. د چین د فوجیان د شمال ختیځ په فوډینګ سیمه کې پیدا کیږي. د جنتیک له مخې چینایي سور ګېډي تریتون ته ورته والی لري او په مورفولوجیکي توګه ډایانګ سور ګېډي تریتون ته ورته دی خو له دواړو یې د ژوند سیمه جلا ده. په سینوپس نسل کې شامل دی خو یوه بله ډلبندي یې د چین له نورو تریتون سره په هیپ سیلو تریتون نسل کې ډلبندي کوي. سورګیډی فوډینګ کوچنی تریتون دی او تر ۴ انچه پورې اوږدوالی لري. د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونکي او نسل کمونکي یې سېلانیان، دوېم ګام کې ښکاري ژوي لکه چونګښې او سورغوږې شمشتۍ دي، درېم ګام د دوه ژواکو هغه مطالعه کوونکي دي کوم چې ژوي د مطالعه لپاره راټولوي. د مثل د تولید لپاره اړینه ده چې لوی شمېر خپله کې سره ډله وي. په اپرېل میاشت کې هګۍ اچوي او خپله هره هګۍ د اوبو د بوټو په پاڼو پسې نښلوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل سینوپس
Sidebar



Share
Hide Buttons