Gerbil – سارایي موږک
د ریښتینو مږو او موږکان په (Muridae) کورنۍ کې د جېربیلینیای فرعي کورنۍ (subfamily Gerbillinae) غړي دي، په اسیا، افریقا کې ۱۱۰ ډولونه لري. ټول له وچ چاپېریال سره بلدتیا لري. د منګلولیا (Meriones unguiculatus) ډول یې ډېر ارام طبیعت لري او د کورني ژوي په توګه په کورونو کې ساتل کیږي.
ټول سارایي موږکان اوږدې وروستۍ پښې، په منځنۍ کچه غټ غوږونه او غټې سترګې لري خو په نورو ځانګړنو کې له یو بل سره توپیر لري. له څورب تر ډنګر پورې بدن لري. تر ټولو غټ ډول یې غټ سارایي موږک (great gerbil) ده، د ډول علمي نوم یې (Rhombomys opimus) ده. د مرکزي اسیا په سارا کې ژوند کوي، اوږدوالی یې له ۱۵ تر ۲۰ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې له بدن څخه کمه اندازه لنډه او وېښته لرونکې وي. تر ټولو کوچنی سارایي موږک د شمالي افریقا (Desmodilliscus braueri) ډول ده. له ۶ تر ۸ ګرامه پورې وزن کوي، اوږدوالی یې له ۴ تر ۸ سانتي متره پورې وي، اوږدوالي کې له بدن څخه لنډه لکۍ نده شامله.
د سارایي موږک ډېر ډولونه د شپې لخوا ژوند کوونکي یا فعال وي، ځینې ډولونه یې یوازې په سهار او یا ورځ کې فعالیت کوي. په خپلو څلور پښو منډه او قدم دواړه وهي کله چې خطر احساس کړي د منډې پر وخت الوت کوي. ځینې یې ساده لنډې سمڅې جوړوي خو ځینې پېچلي د خونو لرونکي غارونو باسي. د اسیا غټ سارایي موږکان په خپلو غارونو کرنې ته هم زیان اړوي. خواړه یې تخمونه، ریښې، مغزي، د بوټو شنې برخې او حشرې دي. هندی سارایي موږک (Indian gerbil)، علمي نوم یې (Tatera indica) ده، هګۍ او واړه د مرغانو بچیان هم خوري. سارایي موږکان د ټول کال په اوږدو کې فعال وي خو کومو سیمو کې چې ساړه زیات او واوره وریږي نو ممکن خپلو سمڅو کې پاتې شي او خواړه چې په یو ځل یې پیدا کوي په یوه اوونۍ یا تر دې زیات او کم وخت خوري.
په داسې شګې لرونکې، ډبریزو او هوارو سیمو کې ژوند کوي چې کم شینوالی لري. په ټول افریقا کې، د ترکې له سوېل تر منځني ختیځ پورې سیمه کې، د عربو له ټاپوزمې تر منګولیا، شمالي چین، هند او سریلانکا پورې سیمه کې پیدا کیږي.
تقریبا ټول سارایي موږکان په لاندې او پورته ژامه کې شپږ شپږ غاښونه لري. خو د څوربې لکۍ سارایي موږک (fat-tailed gerbil) د ډول علمي نوم یې (fat-tailed gerbil) ده او یوازې په حشرو ځان تغذیه کوي، په پاسه ژامه کې شپږ او لاندې ژامه کې څلور غاښونه لري. په سهارا سارا کې ژوند کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!