German Angus – د جرمني انګس

په جرمني کې یې نوم (Deutsch Angus) لیکل کیږي. د غوښې لپاره په جرمني کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. په ۱۹۵۰ لسیزه کې یې ابېرډین انګس د جرمني له تور او سپینو غوییزو سره، د جرمني له سرو غوییزو او فلېک وي غوییزو سره دوه رګه کړ تر څو د جرمني نسل رامنځته کړي. په سره، تور یا نسواري رنګ کې وي. د غویي وزن یې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۵۵۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي. په طبیعي توګه بې ښکرو وي. ځینې سیمو کې د وښو د مدیریت لپاره پرېښودل کیږي. په ۱۹۵۵ کې یې د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه.

 

File:Deutsch-angus mutterkuh mit kälbern.jpg

Sidebar



Share
Hide Buttons