German Black Pied cattle – د جرمني تور او سپین غوییز
د شیدو لپاره اخیستل شوی د جرمني په شمال او هالنډ کې د غوییز نسل دی.
مخینه
تر اتلسمې پېړۍ پورې په سیمه کې د مختلفو رنګونو د غوییزو نسلونه اخیستل شوي خو له ۱۷۵۰ وروسته د تور او سپین رنګ غوییز تر نورو ټولو رنګونو زیات وو، په سیمه کې تر اوسه هم یوازې د سور او یا سور او سپین رنګ کې غوییز شته خو اکثریت یې د تور او سپینو غوییزو دی.
په ۱۸۷۸ کې د فریژیا ختیځ (جرمني) کې د نسل اخیستنې لمړی شرکت پرانیستل شو. فریژیا او د پروسیا ختیځ (اوسمهال کې لیتوانیا، روسیه او پولنډ) د یاد نسل د اخیستو اصلي سیمې وې. وروسته یې نسل په ټوله مرکزي او شمالي جرمني کې خپور شو.
په ۱۹۵۸ کې یې نسل له فریژن هولسټاین سره دوه رګه شو او پایله کې ترې د جرمني تور او سپین غوییز رامنځته شول.
د جرمني په ختیځ کې هم یاد غوییز له جېرزي او فریژن هولسټاین سره دوه رګه شول پایله کې یې تور او سپین نسل تر لاسه کړ.