Gibraltar remains – د جبل الطارق پاتې شونې
د جبل الطارق پاتې شونې د نیندر تال (Neanderthal) فوسیل ده. دا ډبره چې د هسپانیا په جنوبي څنډه کې ده ډېرې طبیعي سمڅې یا غارونه لري. د پلیسټوسېن وخت (Pleistocene Epoch) کې چې تقریبا د ۱۱۷۰۰ او ۱۲۶۰۰۰ وړاندې کلونو تر منځ وخت وو په دې سمڅو کې نیندرتال خلک اوسېدل.
څلورو ځایونو کې یې لرغوني (archaeological) او پالیو انتروپولوجیک (paleoanthropological) اثار موندل شوي او دا څلور ځایونه یا سایټونه: د فوربېس معدن (Forbes’ Quarry)، د شیطان برج (Devil’s Tower)، د ګورهام غار یا سمڅه (Gorham’s Cave)، د مخکښو سمڅه یا غارونه (Vanguard Cave) دي. په کال ۱۸۴۸ کې د دې سیمې په لمړي یادشوي ځای کې د یوې ښځې د سر کوپړۍ موندل شوې وه چې تر ۱۸۶۵کال پورې ساینسي مطالعې ته نه وه ورکړل شوې. په کال ۱۹۲۶ کې د دوېم ځای څخه د ماشوم د سر کوپړۍ وموندل شوه، خو په دوه اخري سایټونو یا ځایونو کې دلته پرېښودل شوي لرغوني اثار وموندل شول. دغه موندل شوي لرغوني اثار تقریبا ۳۰ زره کاله پخواني توکي دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!