Glamorgan cattle – ګلا مورګان غوییز

د انګلستان د غوییزو نسل دی. مخکې په ګلامورګان، من موت او برېکون سیمه کې پرېمانه وو. ګمان کېده چې ټول نسل یې له منځته تللی وي خو په ۱۹۷۰ لسیزه کې له یوه پادوان سره لویه پاده پیدا شوه. د بدن رنګ یې د څېړۍ میوې ته ورته تېز سور رنګ وي او د ملا، لکۍ او ګېډې رنګ یې سپین وي. غواګانې یې د شیدو لپاره ساتل کېدې او له همدې امله د انګلستان د پاچا درېم جورج ډېرې خوښېدې او په وېنډسور سیمه کې یې د همدې غوییزو پاده لرله، د خپلې پادې غویان یې د کرنې په کارونو کې کارول.

په ۱۹ پېړۍ کې ټولو خلکو له نورو غوییزو سره دوه رګه کول لکه له هېرفورډ، اېرشېر او بې ښکرو غوییزو سره تر څو د غوښې لپاره مناسب غوییز ترلاسه کړي او یادې چارې یې نسل ډېر کم کړ. په ۱۸۷۵ کې جان کولمېن په خپل کتاب “د انګلستان غوییز” کې لیکل چې ګلا مورګان غوییزو خپل شمېر او کیفیت له لاسه ورکړی او په سیمه کې کره نسل نور نه پیدا کیږي. په ۱۹۲۰ لسیزه کې ګمان کېده چې نسل یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی. په ۱۹۷۹ کې د مېجور ټېډي ساوېج په نوم کس سره یوه پاده د همدې غوییزو وموندل شوه او بلاخره حکومت پاده ترې وپېرله تر څو یې د نسل اخیستنې چارې ته ادامه ورکړي.

undefined

Sidebar



Share
Hide Buttons