Gnu – وحشي غویی انتېلوپ

د نسل نوم یې (genus Connochaetes) ده، په انګریزۍ کې ورته (wildebeest) نوم هم اخلي، دوه ډوله لري، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ټوکم نوم یې السېلا فیني (tribe Alcelaphini) ده. عام ډول یې چې د ډول علمي نوم یې (Connochaetes taurinus) ده د اکاسیا سوانا تر مرکزي کینیا پورې پیدا کیږي. ټولنیز چلند لري یا خپله کې د ګلې په توګه ژوند کوي. لنډه غاړه لري نرۍ پښې لري او د بدن رنګ یې له سلیټي خړ تر تېز نصواري پورې وي، اوږده لکۍ لري او په دواړه نر او ښځه کې یې ښکرونوه یو بل ته ورته دي.
 
تر اوسه یې پنځه فرعي ډولونه پېژندل شوي: نیله وحشي غویی انتېلوپ ( blue wildebeest) چې په انګریزۍ کې ورته د (brindled gnu) نوم هم اخلي د ډول علمي نوم یې (Connochaetes taurinus taurinus) ده. د جنوبي افریقا انتېلوپ ده چې تر ۲۳۰–۲۷۵ کیلو ګرامه (۵۱۰–۶۰۵ پونډه) پورې وزن او د مخکنیو پښو په ولیو کې تر ۱۴۰–۱۵۲ سانتي متره (۵۵–۶۰ انچه) پورې لوړوالي ته رسیږي؛ د غربي افریقا سپینګیری وحشي غویی انتېلوپ (white-bearded wildebeest) د ډول علمي نوم یې (Connochaetes taurinus mearnsi) ده، تر ۵۰ کیلو ګرامه (۱۱۰ پونډه) وزن او د مخکنیو پښو په ولیو کې تر ۱۳۰- ۱۴۲ سانتي متره پورې لوړوالی لري؛ تور وحشي غویی انتېلوپ (black wildebeest) په انګریزۍ کې ورته (white-tailed gnu) نوم هم اخلي د ډول علمي نوم یې (Connochaetes gnou) ده، وزن یې تر ۱۱۰–۱۴۷ کیلو ګرامه (۲۴۰–۳۲۳ پونډه ) پورې او د مخکنیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۰۶–۱۲۱ سانتي متره (۴۲–۴۸ انچه) پورې رسیږي، تور رنګ او سپینه لکۍ لري، تر ۴۵–۷۸ سانتي متره پورې اوږده ښکرونه لري. په ۱۹ پېړۍ کې خلکو ډېر زېات ښکار کړل او شمېر یې دومره کم شو چې نسل یې له منځه تلو سره مخ شو خو ۲۰ پېړۍ تر پایه یې بیا شمېر ۲۰۰۰۰ اټکل شوی وو.
 
عام ډول یې هغه وخت کډوال کیږي چې د بارانونو موسم پای ته ورسیږي او ګلې یې داسې سیمې ته ځي چېرې چې اوبه او شنه واښه پیدا کیږي. د جون په میاشت کې یې د جنسي نزدیکت موده وي او زرګونه نران یې تر ۵۰۰ پورې ښځینه اومیندواره کوي. ټول نران یې کوښښ کوي چې هر څومره ښځینه امکان ولري اومیندوارې کړي. د اومیندوارۍ موده یې تر اته میاشتو پورې ده او یو بچی زېږوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons