Goat antelope – وزه انتېلوپ
د وزې انتېلوپ توکم ته روپیکاپریني (tribe Rupicaprini) نوم اخلي، په انګریزۍ کې ورته روپیکاپرین (rupicaprin) هم وایي، وزې ته ورته انتېلوپ دي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دتکتیلا (order Artiodactyla) او د فرعي کورنۍ نوم یې کاپرینای (subfamily Caprinae) ده.
په داسې سیمه کې ژوند کول خوښوي چې لوړه یا ژوره خطرناکه او ډبریزه سیمه وي. دواړه نر او ښځه یې د بدن ورته کچه لري او یا یې نر کمه اندازه غټ وي، نر او ښځینه دواړه یې وروسته تاوو شوي ښکرونه لري چې ښکار کوونکی حیوان پرې وهي یا خپلمنځ کې پرې وهل کوي.
وزه انتېلوپ د بوی مرغړي لري، په دې کې د ګورال ډول ډېر واړه د سترګو د تور له پاسه نه ښکارېدونکي مرغړي (preorbital glands) لري. شاموا وزه انتېلوپ په څټ کې یا د سر د کاسې د پای برخه کې مرغړي (supraoccipital glands) لري؛ سېرو وزه انتېلوپ بیا د سترګو له ساکت سره نږدې یا د سترګو له د هستې له پاسه غټ مرغړي (preorbital glands) لري. د خپلو مرغړیو ترشح د جنسي نزدیکت موده کې د سیمې د ټاکلو لپاره کاروي. له مرغړیو ترشح شوې ماده په وښو، لرګیو، بوټو، لښتو او داسې نورو توکو باندې غورزوي. ټولې وزې انتېلوپ په مني کې یا د ژمي پېل کې جنسي نزدیکت کوي خو سېرو او ګورال یې د کال په هر وخت کې جنسي نزدیکت کوي او ځانګړې موده یې نده څرګنده.
ځینې کارپوهانو وړاندیزونه کړي چې اوسنۍ وزه انتېلوپ د پسونو پلرونه دي ځکه چې په چلند او مورفولوجۍ (morphology) کې سره ورته دي (مورفولوجي د جوړښت مطالعې ته وایي). خو پالیونتولوجیک (paleontological data) او جنیتیک مالومات د دې وړاندیز تایید نکوي او دا وړاندیز یې د دې مالوماتو له مخې رد کړی. (پالیونتولوجیک د لرغونو ژوندیو د ژوند مطالعې ته وایي یا د فوسیلي جسدونو د ژوند وخت مطالعې ته وایي).
په دې حیواناتو کې سېرو او ګورال یو بل ته ډېر ورته والی لري. نور یوازې کم اناتومیک او چلند کې یو بل ته کمه اندازه ورته والی لري. د دې ډلې اصلي ځای مرکزي او شرقي اسیا ښودل شوې چې په دې سیمو کې له ۵ تر ۷ میلیونه کاله وړاندې پورې شته وو. کوم نسل یې چې له منځه تللی ګمان کیږي چې اروپا ته ۱.۵–۲.۵ میلیونه کاله وړاندې کډوال شوی وي او له اروپا بیا د سایبیریا او الاساکا تر منځ یې پول کارولی وي او له دې سیمې یې ځان شمالي امریکا ته رسولی وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!