Grande Comore – غټ کومور
د هند په سمندرګي کې د کومور ټاپو هیواد تر ټولو لوی ټاپو دی. په ۲۰۰۶ کې یې نفوس ۳۱۶۶۰۰ وو. د ټاپو مرکز موروني دی کوم چې د کومور ټاپو هیواد مرکز هم دی. په دې ټاپو کې دوه د اورشیندنې سیمې هم شته، د اورشیندنې سیمه یې په کارتالا غونډۍ کې ده، کارتالا غونډۍ د ټاپو تر ټولو لوړه سیمه ده او ترټولو لوړه څوکه یې د سمندر له سطحې ۲۳۶۱ متره لوړه ده. له ۲۰۰۲ کال راپه دیخوا د کومور ټاپو هیواد په ټولو درې لویو ټاپو ګانو کې ټاکل شوی والي واک لري. د فدرالي حکومت واک یې په ۲۰۰۲ کې بې کچې کم شو.
د څو پېړیو لپاره غټ کومور د څو سلطانانو ترمنځ وېشلی وو. په ۱۸۸۶ کې د غټ کومور د بامبوا سیمې سلطان سید علي بن سید عمر له نورو ټولو سلطانانو سره جګړه پیل کړه او فرانسویانو ته یې اجازه ورکړه چې غټ کومور ته داخل شي. په ۱۹۰۸ کې فرانسې د خپلې مستعمرې سیمه وګڼله او د سلطان سیستم یې پکې لغوه کړ. په ۱۹۷۵ کې غټ کومور، انجوان او موهېلي ټاپوګانو له فرانسې د ټول پوښتنې له لارې خپل استقلال واخیست او خپل ځان یې د کومور ملت په نوم یاد کړ.
Comments
So empty here ... leave a comment!