Grasshopper mouse – ملخه مږه – ملخ خوړونکې مږه

د اوني کومیس نسل (genus Onychomys) ده. د ریښتینو مږو او موږکانو په (Muridae) کورنۍ کې د سیګموډونټینای فرعي کورنۍ (subfamily Sigmodontinae) جوړوي. درې ډولونه لري. د شپې لخوا فعالې، په ځمکه ژوند کوونکې، حشره خوړونکې، د مردارو شوو ژو خوړونکې مږې دي. په فزیولوجیکي توګه د شمالي امریکا له وچو او نیمو وچو سیمو سره بلدتیا لري.
 
شمالي ملخه مږه (northern grasshopper mouse)، علمي نوم یې (Onychomys leucogaster) ده له مرکزي کاناډا تر شمالي مکسیکو پورې په وښیزو سیمو کې ژوند کوي. د سوېل ملخه مږه (southern grasshopper mouse) علمي نوم یې (O. torridus) ده، د کلیفورنیا له سوېل څخه تر نوادا، اوتا، سوېل لور ته تر د مکسیکو شمال ختیځ پورې سیمه کې پیدا کیږي. د مرن ملخه مږه (Mearns’ grasshopper mouse) علمي نوم یې (O. arenicola) ده، د متحده ایالتونو له سوېل ختیځ څخه تر مرکزي مکسیکو پورې شته دي.
 
ټولې څورب بدن لري، وزن یې تر ۴۹ ګرامه پورې رسیږي، د بدن اوږدوالی یې تر ۱۳ او د لکۍ تر ۶ سانتي متره پورې وي. وېښته یې ګڼ او نرم وي. د بدن لاندې برخه یې سپین رنګ لري او پاسه برخه یې له خړ تر سور نسواري پورې رنګونو کې شته. ډېر وخت د کنګرو موږک یا دښتي سپیانو په غارونو کې وي خو د خوړو ذخیره کولو لپاره خپلې ځالې هم جوړوي. خواړ یې ملخان، لړمان، ګونګټې دي خونور واړه شخوند وهونکي ژوي هم مړه کوي او خوري لکه کنګرو موږک او سپین پښۍ مږه. کمه اندازه د بوټو تخمونه هم خوري. خپله کې له ډېر لرې واټن څخه له یو بل سره خبرې اترې هم کوي، غږ یې کویوټ لیوه ته ورته والی لري.
 
Grasshopper mouse HD.16
Grasshopper mice learn rapidly that darkling beetles emit an offensive odor. Photo by ENERGY.GOV

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons