Greek smooth newt – د یونان هوار تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton graecus) دی. د تریتون یو ډول دی، د بالکان په سوېل کې، کرواېشیا، مونتېنېګرو، البانیا، د مکدونیا په شمال کې، بلغاریا او یونان کې پیدا کیږي. په ۱۹۰۶ کال کې ویلي وېلټرسټوف د (Triton vulgaris graeca) په توګه تشرېح کړی وو او د هوار تریتون فرعي ډول یې ګڼلی وو خو وروسته جنتیکي مالوماتو په ګوته کړه چې له هوار تریتون سره ګډ پلرونه نه لري. په ۲۰۰۹ کال کې (Dubois and Raffaëlli) دواړو دا وموندله چې ځینې فرعي ډولونه د یونان د هوار تریتون په شمول فرعي ډولونه نه دي بلکې جلا ډولونه دي. مالیکولي فیلوجنتیک ښودلې چې د یونان له هوار تریتون سره تر ټولو نږدې تړاو لرونکی د اناتولیا کوسویګ هوار تریتون دی.

د یونان هوار تریتون د تریتون له نورو هوارو ډولونو سره په هغو ځانګړنو کې توپیر لري کومې چې د بشپړ ودې پرمهال نر کې راڅرګندیږي. نر یې په ملا کې تاج لري کوم چې تر یو ملي متر پورې لوړوالی لري. ګېډه کې یې د بل رنګ خالونه وي. د لکۍ د لاندې برخې پای کې یې ډېری وخت خالونه نشته وي. د وروستیو پښو منګولې یې د مخکینیو په پرتله ډېره وده کوي. د ژوند چاپېریال کې یې د کبانو ساتنې او د کبانو پرېښودنې منفي اغیز لرلای دی.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل لیسوتریتون

 

Sidebar



Share
Hide Buttons