Gundi – ګنډي

د سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ (family Ctenodactylidae) غړي دي. د شمالي افریقا د شخوند وهونکو ۵ ډولونه دي. غټ سرونه، بې څوکې پڅې پوزې، غټې سترګې او لنډ ګرد شوي غوږونه لري. بدن یې له ۱۶ تر ۲۴ سانتي متره او لنډه لکۍ یې له ۱ تر ۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. ګڼ نرم ورېښمین وېښته لري او رنګ یې له خړ تر زېړ نسواري پورې وي.
 
ګنډي په ځمکه ژوند کوونکي دي، په ډبرېزو کمو شنو لرونکو دښتو کې ژوند کول خوښوي چېرې چې ورځې اوږدې، لمریزې او د کال په اوږدو کې لوندوالی کم وي. د ۲۵ او ۳۰ °C ترمنځ تودوخه کې زیات فعال وي. د ورځې لخوا د لمر پیتاوي ته د ډبرو له پاسه کیني که چېرې تودوخه زیاته شي بېرته راکوزیږي. خپله غارونه نه باسي او په طبیعي سمڅو یا د ډبرو په چاودونو کې اوسیږي. هر وخت هم دې غارونو کې نه پټیږي بلکې په سړو او باد لږېدونکو شپو کې سمڅو ته ننوځي.
 
په خپلو وروستیو پښو ځان پاکوي. کله چې کوم ښکاري ژوی وګوري مرغانو ته ورته غږونه کوي. خواړه یې تخمونه، پاڼې، ګلان د نرمو وړو بوټو ډنډري دي. اوبه نه څکي او د اوبو اړتیا له خپلو خوړو پوره کوي. په ژمي کې خوب نکوي، خواړه نه ذخیره کوي، بدن یې شحم نه ذخیره کوي. په جنوري او اپرېل کې د مثل تولید کوي، د بلاربښت موده یې ۵۵ ورځې ده او یو یا دوه بچیان زېږوي.
 
عام ګنډي (Common gundis) علمي نومونه یې (Ctenodactylus gundi and C. vali) دي په مراکش، الجیریا، تونس او لیبیا کې پیدا کیږي. د (Mzab gundi) ډول، علمي نوم یې (Massoutiera mzabi) دی د الجیریا له سوېل ختیځ څخه تر د لیبیا سوېل لوېدیځ تر د مالي شمال او چاډ پورې پیدا کیږي. فلو ګنډي (Felou gundi) علمي نوم یې (Felovia vae) دی په سېنېګال، موریتانیا او مالي کې ژوند کوي. د ختیځې افریقا کنډي (East African gundi, or Speke’s pectinator) علمي نوم یې (Pectinator spekei) دی په ایتوپیا او سومالیا کې پیدا کیږي.
 
د کورنۍ نوم یې سي ټېنو ډکټیلیډای د یونانۍ ژبې کلیمه ده مانا یې ګمنځ ته ورته منګولې لرونکي دي. د شخوند وهونکو په (Rodentia) ډله کې د سکیوراویډا فرعي ډلې (suborder Sciuravida) یوازیني غړي دي. په اسیا او افریقا کې ۱۶ له منځه تللي نسلونه هم لري کوم چې د فوسیل په توګه پیدا کیږي او د پورته یادې کورنۍ غړي دي. په اوسنیو شخوند وهونکو ژو کې کوم بل ژوي سره نږدې تړاو نلري.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
له ډلې لاندې ډله سي تینو دکتیلومورفي
کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ
نسل سي تینو دکتیلوس
فېلویا
ماسوتیرا
پیکتیناتور
په سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي
Gundi at Helsinki Zoo
Gundi (Ctenodactylus gundi) at Helsinki Zoo. Photo by Oona Räisänen
Share
Hide Buttons