Guzerá – ګوزېرا غوییز
د ګوزېرات نوم هم ورته اخلي. د غوښې لپاره په برازیل کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. له ۱۸۷۰ وروسته برازیل ته د هند کانکرېج غوییز وارد شوي وو، د هند له یاد نسل سره یې برازیل ته له اروپا انتقال شوي تورین کریولو نسل دوه رګه کړی او پایله کې ګوزېرا نسل رامنځته شوی. په پرتګالي ژبه کې ګوزېرا د هند ګجرات ایالت ته وایي. د مالوماتو د ثبت لپاره یې اداره او کتاب په ۱۹۳۸ کې جوړ شو. د غوښې لپاره له هغو جلا ثبت کیږي کوم چې د شیدو لپاره ساتل کیږي. په ۲۰۱۰ کال کې تقریبا ۹۲۰۰۰ غوییز راجستر وو. د امریکا براهمن غوییز هم په شلمه پېړۍ کې له ګوزېرا غوییزو رامنځته شوي.