Hainan knobby newt – د هېنان موړې لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton hainanensis) دی. په تیلوتوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په هېنان ټاپو کې پیدا کیږي. سره له دې چې د ژوند لپاره چاپېریال یې طبیعي ساتل شوې سیمه ده د انسانانو لخوا د کرنې لپاره د ځنګلونو وهلو او سېلانیانو یې د نسل د غړو کمېدو کې ونډه اخیستې. په وچه کې د غرنیو سوري لرونکو ځنګلونو د ونو د ریښو په سمڅو کې او د رژېدلو پاڼو لاندې ژوند کوي، د مثل تولید په اوبو کې کوي او موده یې د مې په میاشت کې وي. ښځه یې په تنه کې تر نر غټه وي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل تیلوتوتریتون
Sidebar



Share
Hide Buttons