HAL Tejas

د یوه پیلوټ لپاره دیوه ماشین لرونکې د هند سپکه د څو موخو لپاره جنګ کوونکې جیټ الوتکه ده. دوه شرکتونو (Aeronautical Development Agency ADA and Hindustan Aeronautics Limited HAL) په ګډه د هند هوایي او سمندري ځواک لپاره جوړه کړې او طرحه کړې. د جوړونې او طرحې د پروګرام نوم یې (Light Combat Aircraft LCA programme) وو کوم چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې پیل شوی، د هند د (MiG-21 fighters) الوتکو ځای نیونکې دي. په ۲۰۰۳ کال کې د (LCA) پروګرام ته رسما (Tejas) نوم ورکړل شو.
 
تېجاس الوتکه دوېمه تر غږ چټکه الوتکه ده چې (Hindustan Aeronautics Limited ) شرکت یې جوړوي تر دې مخکې یې (HAL HF-24 Marut) جیټ طرحه او جوړه کړې وه. یاد شرکت دوه ډوله الوتکې جوړې کړي چې یو ډول د هوایي ځواک لپاره دي او بل ډول د سمندري ځواک لپاره کومې چې د هوایي ځواک لپاره دي تر۲۰۰ الوتکو پورې د یوه پیلوټ لپاره جنګ کوونکې او ۲۰ د دوه پیلوټانو لپاره د روزنې د الوتکو د تولید پروګرام ده خو د سمندري ځواک لپاره یوازې ۴۰ د یوه پیلوټ الوتکې په نظر کې نیول شوي.
 
جوړونکي شرکتونه یې (Hindustan Aeronautics Limited and Aeronautical Development Agency) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۰۱ کال د جنورۍ په ۴ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۱۷ نېټه پیل شوې، اساسي کارونکي یې د هند هوایي او سمندري ځواکونه دي، په ۲۰۱۸ کال کې ټولې ۲۶ الوتکې تولید شوې وې، د (Mk 1) الوتکې ارزښت ۲۳ میلیونه او د (Mk) الوتکې ارزښت ۶۴ میلیونه ډالر ده او د ټول پروګرام لګښت تر ۲۰۱۵ کال پورې یو بیلیون ډالر وو.
 
اوږدوالی : ۱۳.۲۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۸.۲۰ متره
لوړوالی : ۴.۴۰ متره
د وزرو سطحه : ۳۸.۴ متره
بې وسایلو وزن : ۶۵۶۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۹۸۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۳۵۰۰ کیلو ګرامه
په داخل کې د تیلو ظرفیت : ۲۴۵۸ کیلو ګرامه
بهر د تیلو ظرفیت : دوه د ۱۲۰۰ لیترو تیلو ټانکۍ او یوه د ۷۲۵ لیترو ټانکۍ کومې چې د الوتکې د تنې لاندې دي
پاورپلنټ General Electric F404-GE-IN20 turbofan
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۲۰۵ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متره مربع کې ۲۵۵ کیلو ګرامه
(g-limits: +8/−3.5 g)
 
وسله :
یوه ۲۳ اېم اېم (twin-barrel GSh-23 cannon) ماشینداره او ۲۲۰ مرمۍ لري، د مهماتو د نښلونې ۸ ځایونه لري، یو د تنې لاندې او شپږد وزرو لاندې دي په کومو کې چې لاندې د وسلو ټول ډولونه انتقالولای شي
 
راکټونه
S-8 rocket pods
 
توغندي
 
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
Derby
Python-5
R-73
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
Kh-59
DRDO Anti-Radiation Missile
Anti-ship missiles
Kh-31
Kh-35
بمونه
Laser-guided bombs
Glide bombs
Cluster weapons
نور
Drop tanks for ferry flight/extended range/loitering time
LITENING GR4 targeting pod
برېښنایي سیستم
Hybrid version of Israel’s Elta EL/M-2032 multi-mode fire control radar

IAF Tejas full size (32941198511)
IAF Tejas By Venkat Mangudi
AeroIndia-09 HAL Tejas
AeroIndia-09 HAL Tejas By Subharnab
HAL Tejas NP-1 takes-off from the Shore Based Test Facility at INS Hansa, Goa
HAL Tejas NP-1 takes-off from the Shore Based Test Facility at INS Hansa, Goa By Indian Navy
LCA Composites
LCA Composites
HAL Tejas weapon stations
HAL Tejas weapon stations By Anirvan Shukla

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons