Harvest mouse – د فصل مږه

دوه نسلونه لري یو د امریکا د فصل مږې (American harvest mouse) د نسل نوم یې (Reithrodontomys) ده او بل د زړې نړۍ د فصل مږې (Old World harvest mouse ) د نسل نوم یې () ده.
 
د امریکا د فصل مږې
شل ډولونه لري. د کاناډا له سوېل څخه د سوېلې امریکا تر شمال پورې شته دي. د سمندر له سطحې تر د اند غرونو څوکو پورې سیمه کې پیدا کیږي. د معتدلو سیمو په دښتو، وښیزو ځمکو ونو او بوټو لرونکو سیمو کې ژوند کوي. د شپې لخوا ژوند کوونکې دي او د ټول کال په اوږدو کې فعالې وي. په ځمکه ژوند کوونکې دي خو کرې ته ورته ګردې ځالې یا په ونو او بوټو کې جوړوي او یا یې پر ځمکه جوړوي، د ختلو ښه وړتیا هم لري. خواړه یې تخمونه، ګلان، د ککټوس میوه، تازه هغه شنه چې شیره لري او بې شمزي دي. وزن یې له ۶ تر ۲۰ ګرامه پورې وي، اوږدوالی یې له ۵ تر ۱۵ سانتي متره رسیږي. لکۍ یې یا له تنې څخه اوږده او یا لنډه وي. د بدن رنګ یې له زېړ تر خړ پورې رنګونو کې شته، ګېډه یې سپینه یا خړ رنګ لري.
 
د زړې نړۍ د فصل مږې
له انګلستان نیولې لوېدیځ لور ته په سایبیریا، کوریا، د چین سوېل کې، آسم او تر جاپان پورې سیمه کې پیدا کیږي. د کوچنیو شخوند وهونکو په نوملړ کې شاملې دي. وزن یې تر ۷ ګرامه کم وي، اوږدوالی یې تر ۸ سانتي متره پورې رسیږي، نیمه د نښلېدو وړ لکۍ یې د تنې له اوږدوالي سره برابره وي. د بدن رنګ یې زېړ نسواري او یا سور نسواري وي. د بدن لاندې برخه یې سپین یا غنم رنګه وي. خواړه یې حشرې او د وړو مرغانو هګۍ دي. د ریښتینو مږو او موږکان په (Muridae) کورنۍ کې د مورینای فرعي کورنۍ (subfamily Murinae) غړې دي.
Micromysminutus1
Zwergmaus (Micromys minutus) Photo by Hecke
Share
Hide Buttons