Harzer Rotvieh – هارزر روټفي غوییز

د جرمني په هارز کې یې نسل اخیستل شوی. مخکې د شیدو، غوښې او کار لپاره ساتل کېدل. د هارزر روټفي مانا “د هارز سره غوییز” ده. نسل یې د جرمني د مرکزي او سوېل سیمې له غوییزو رامنځته شوی د کومو چې مخینه د جرمني د سېلټ سرو غوییزو ته رسیږي، یاد غوییز د هارز له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه شوي تر څو داسې کلک نسل رامنځته کړي کوم چې د هارز سیمې له غرني اقلیم سره د مقاومت وړتیا لري. له رامنځته شوي نسل سره په ۱۹۵۰ لسیزه کې د دنمارک د سرو غوییزو غویی دوه رګه شو تر څو د نسل د شیدو کچه پکې زیاته کړي او بیا ورپسې ترې رامنځته شوی نسل له انجلن غوییزو سره دوه رګه شوی. له ۱۹۸۰ کال را په دیخوا د هارز سره غوییز د انجلن غوییزو یو ډول ګڼل کیږي. د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې د هارز سرو غوییزو یوه پاده د جرمني لوړو سیمه ته یوړل شوه تر څو یې هلته له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه کړي، پایله کې یې د روټس هوهېنفي نسل یا د غرونو سره غوییزو رامنځته شول.

undefined

Sidebar



Share
Hide Buttons