Hawker Hector

په ۱۹۳۰ لسیزه کې د انګلستان الوتکه وه کومه چې د ځمکني پوځ د ملاتړ لپاره په مختلفو چارو کې کارېده. د ۱۹۴۰ کال په مې میاشت کې انګرېزانو د فرانسې سره په (Battle of France) جګړه کې د لنډې مودې لپاره وکاروله. ځینې هیکټر الوتکې وروسته په ایرلنډ وپلورل شوې او ایرلنډیانو پرې د (Trojan prince Hector) نوم کېښود. جوړونکی شرکت یې (Hawker Aircraft) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۶ کال د فېبرورۍ په ۱۴ نېټه کړې، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۷۹ وو.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۹.۰۹ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۲۶ متره
لوړوالی : ۳.۱۸ متره
د وزرو سطحه : ۳۳.۱ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۵۳۷ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۲۲۷ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Napier Dagger III 24-cylinder air-cooled H-block engine, 805 hp (601 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۰۱ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۶۷.۳ کیلو ګرامه
وسله : یوه مخکې فیر کېدونکې (Vickers machine gun) ماشینداره، یوه وروسته فیر کېدونکې (Lewis gun) ماشینداره، تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
Hawker Hector
Hawker Hector By Fog76

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons