Hays Converter – بدلونکی هېز

د کاناډا په البېرټا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نوم یې د هاري هېز له نوم څخه اخیستل شوی څوک چې سیاست پوه او بزګر وو. د نسل په اخیستلو یې چارې په ۱۹۵۹کې پیل شوې او په ۱۹۷۵ کې د کاناډا لخوا د غوښې لپاره د نسل په توګه وپېژندل شو.

ځانګړنې
د غوییزو کلک نسل دی او د کاناډا د البرټا سیمې له خرابې هوا سره د مقاومت وړتیا لري. ځواکمنې پښې لري، د سر، پښو او ګېډې رنګ یې سپین او د نور بدن رنګ یې تور رنګه وي خو کم غوییز یې سور او سپین رنګ کې هم شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۲۷۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۶۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په کم عمر کې جنسي بلوغ ته رسیږي او تر نورو غوییزو ژر خپل نسل زیاتوي.

د نسل د ترلاسه کولو لپاره هېز درې نسلونه خپله کې سره دوه رګه کړي : لمړی یې له هولسټاین او هېرفورډ غوییزو نسل اخیستی او بیا یې له دې غوییزو سره د سویس نسواري غوییز دوه رګه کړي. درېواړه نسلونه یې په دې نسلونو کې د شته ځانګړنو له امله خوښ کړي وو. هولسټاین غوییز ځواکمنې پښې لري، ډېرې شیدې کوي او په شیدو کې یې د کوچو یا شحمو اندازه زیاته وي او خسکیان په دې ډول شیدو ژر وده کوي. د هېرفورډ نسل تنه کې دروند وي او ژر بلوغ ته رسیږي. د سویس د نسواري غوییزو د شیدو مرغړي د دې وړتیا لري چې د وچېدو تر پیل پورې شیدې تولید کړي. په ۱۹۷۵ کې یې د خپلې خوښې نسل ترلاسه کړ داسې نسل کوم چې ژر وده کوله او تر نورو غوییزو یې ژر خپل نسل زیاتوه، بدن یې او پښې یې ځواکمنې وې، درنده تنه یې لرله او زیاتې شیدې یې کولې.

Sidebar



Share
Hide Buttons