Heath mouse – د وښیزو دښتو مږه

د ډول علمي نوم یې (Pseudomys shortridgei) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د زړې نړۍ مږه ده. نور نومونه یې (heath rat, blunt-faced rat, Shortridge’s native mouse) دي. اصلي ځای یې استرالیا ده. وزن یې له ۵۵ تر ۹۰ ګرامه پورې رسیږي. بدن یې له ۹ تر ۱۲ سانتي متره پورې اوږدیږي او لکۍ یې له ۸ تر ۱۱ سانتي متره پورې وي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې خړ نسواري او د ګېډې رنګ یې کم رنګه زېړ دی.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل پسیدومیس
Hide Buttons