Heck cattle – هېک غوییز

په (Munich-Berlin) نوم هم یادیږي. په جرمني کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې په ۱۹۲۰ لسیزه کې (Heinz and Lutz Heck) پیل کړې وې. د نسل اخیستنې موخه یې د اوروکس غوییزو بیا رامنځته کول وو. د نسل اخیستنې د پروګرام په اړه یې مختلف ډوله جنجالي نظرونه موجود دي ځکه چې د هېک او اوروکس غوییزو د تنې په جوړښت، قد او د تنې په تناسب کې لوی توپیر دی. همداسې د اوروکس په نامه د غوییزو وحشي پلرونو ته ورته نور نسلونه هم شته کوم چې د هېک په پرتله زیات ورته والی ورسره لري.

مخینه
په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزه کې جرمنیانو هڅه وکړه چې د غوییزو داسې نسل واخلي کوم چې لس زره کاله پخوانيو د غوییزو پلرونو اوروکس ډول ته ورته اوسي. یاده چاره په مستقله توګه د (Heinz and Lutz Heck) په نامه ورونو پیل کړه. په دې وخت کې ډېری خلکو فکر کوه چې اوروکس د اروپا د بیسون غوییزو په څېر وو خو په حقیقت کې دواړه جلا ډولونه دي او د یادو ورونو موخه همدا وه چې اوروکس ته ورته نسل واخلي او خلکو ته یې له بیسون سره توپیر په ګوته کړي. دوېمه موخه یې دا وه چې یادو ورونو باور کوه چې له منځه تللی ډول یو ځل بیا ترلاسه کولای شي.

په یادو ورونو کې هاینز د مونیخ په هېلابرن زولوجیکي بڼ کې مدیر وو او لوتز هېک د بېرلین په زولوجیکي بڼ کې مدیر وو.
لوتز هېک په پیل کې د هسپانیا جګړه کوونکي غویان وکارول او کوم نسل یې چې ترلاسه کړ د پولنډ په رومینکا ځنګل کې یې پرېښود خو دا وحشي شوی نسل په ۱۹۴۰ لسیزه کې، د دوېمې نړیوالې جګړې پرمهال له منځه ولاړ. د غوییزو نسل یې برید کوونکی چلند لره او په سیمه ایزو ژو او بوټو یې د اغیز وړاندوینه هم نه وه شوې او له همدې امله په دوېم ځل پولنډ په خپل ځنګل کې له پرېښودو انکار وکړ.

په دوېم ځل یې نسل د هنګري له خړو غوییزو، د لوړو سیمو له غوییزو، د کورس له غوییزو، له مورناو غوییزو، انجلن غوییزو، د جرمني له تور او سپینو غوییزو، له سپین پارک غوییزو او د سویس له نسواري غوییزو رامنځته کړ.
لمړی زېږېدلی غویی ۷۵% کورسیکن او ۲۵ % خړغوییز، د ټیټو او لوړو سیمو او انجلن غوییزو په څېر وو. همدا غویی او پلار یې وروسته د وزن زیاتولو لپاره وکارول شول.

اوسمهال تر ډېره د جرمني وحشي بڼ کې ساتل کیږي. په ټوله اروپا کې تر ۲۰۰۰ پورې غوییز موجود دي. تر ۶۰۰ پورې په هالنډ کې ازاد وحشي ګرځي. فرانسه کې هم تر ۱۰۰ پورې راجستر شوي وو.

ځانګړنې
د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۴۰ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۰ سانتي متره پورې لوړیږي. له اوروکس غوییزو په قد کې تر ۳۰ سانتي متره پورې ټیټ دي. وزن یې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

 

undefined

Sidebar



Share
Hide Buttons