Heinkel 51C

د جرمني دوه وزرې الوتکه وه د کومې چې مختلف ډولونه تولید شوي. لمړنۍ الوتکې یې د جنګ کوونکې ډول وو خو وروسته یې سمندري او برید کوونکی ډول هم تولید شو. د طرحې بنسټ یې له پخوانۍ (He 49) الوتکې اخیستل شوی.
 
جوړونکی شرکت یې (Heinkel) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۳ کال په مې میاشت کې کړې، اساسي کارونکي یې نازیان وو. په ۱۹۳۹ کال کې نازیانو او په ۱۹۵۲ کې د هسپانیا هوایي ځواک تقاوت کړي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۷۰۰ وو، دبلغاریاهوایي ځواک هم ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۸.۴۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱ متره
لوړوالی : ۳.۲۰ متره
بې وسایلو وزن : ۱۴۶۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۹۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ BMW VI 7,3Z liquid-cooled V12 engine, 559 kW (750 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۳۰ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په مترمربع کې ۶۹.۹ کیلو ګرامه
وسله : په پوز کې دوه (MG 17 machine gun) ماشیندارې او په هره یوه کې ۵۰۰ مرمۍ، شپږ د لس کیلو ګرامه بمونه
Истребитель Heinkel He-51B
By Это изображение (или другой медиафайл) находится в общественном достоянии (англ. public domain), так как его авторское право истекло. ([1]) [Public domain], via Wikimedia Commons

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons