په ۱۹۳۰ لسیزه کې د جرمني سپکه بم غورزونکې الوتکه وه، کله چې د (Luftwaffe) ځواک جوړ شو نو په لمړیو الوتکو کې یوه یاده الوتکه هم وه چې یاد ځواک د کارولو لپاره ترلاسه کړه. جوړونکی شرکت یې (Heinkel) وو، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۳۱ کې کړې، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۵۱۲ وو. بلغاریا، چین او هسپانیا هم ترلاسه کړې وې.
اوږدوالی : ۱۰.۶۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۵۰ متره
لوړوالی : ۳.۶۰ متره
د وزرو سطحه : ۳۴.۶۰ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۲۱۱۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۷۵۱ کیلو ګرامه
پاور پلنټ BMW VI 7,3 water-cooled V12 engine, 560 kW (750 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۹۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په په دوه دقیقو او څلور ثانیو کې ۳۲۸۰ فټه
اسلحه : یوه مخکې فیر کېدونکې ۷.۹۲ اېم اېم (MG 17 machine gun ) ماشینداره، او یوه په وروسته برخه کې (MG 15 machine gun) ماشینداره، تر ۳۰۰ کیلو ګرامه یا ۶۶۰ پونډه پورې بمونه
