Helicopter – چورلکه
په عامیانه انګرېزۍ کې چورلکې ته (chopper and helo) نومونه اخلي، د څرخ لرونکې الوتکې یو ډول دی، پورته الوتنه او مخکې توغوېدنه یا مخکې تګ په خپل افقي څرخ کوي، افقي څرخ یې چورلکې ته په عمودي توګه د ناستې او الوت، مخکې او وروسته لور ته د تګ، په هوا کې د ځای پر ځای درېدو (hover) او دواړو اړخونو ته د تګ وړتیا ورکوي. پورته یادې شوې ځانګړنې یې په نورو الوتکو کې نشته او نه هم په داسې سیمو کې الوت او ناسته کولای شي چېرې یې چې چورلکې کوي.
د انګلیسي (helicopter) نوم یې د فرانسوۍ ژبې له (hélicoptère) اخیستل شوی کوم چې په ۱۸۶۱ کې (Gustave Ponton d’Amécourt) په لمړي ځل چورلکې ته کارولی او د یونانۍ ژبې له (ἕλιξ and πτερόν) کلیمو یې اخیستی. د (ἕλιξ ) مانا څرخ او یا د اوبو ګرداو ته ورته خوځښت او د (πτερόν) مانا وزر ده. په انګریزۍ کې چورلکې ته (chopper, copter, helo, heli, and whirlybird) نومونه هم اخلي.
په ۱۹۳۶ کې لمړۍ د الوت کولو وړتیا لرونکې چورلکې (Focke-Wulf Fw 61) وې. د ځینو نورو تولید ډېر محدود پاتې شو. وروسته په روسیه کې پیدا شوي امریکایي (Igor Sikorsky) په ټکنالوجۍ کې ښه والی رامنځته کړ او له ۱۹۴۲ کال وروسته یې ۱۳۱ چورلکې جوړې کړې. په پخوانیو چورلکو کې تر یو زیات اصلي څرخونه موجود وو. د څرخ له مخې مختلف ډولونه لري لکه (Tandem rotor) هغه چورلکې دي چې دوه افقي څرخونه لري لکه د امریکا شینوک چورلکې، همداسې (Coaxial helicopters) هغه چورلکې دي چې دوه افقي څرخونه لري خو پرې یې یو د بل له پاسه تقریبا په نیم یا یو متر واټن کې نصب وي په انګرېزۍ کې (tail rotor) د لکۍ څرخ ته وایي خو (tiltrotor) د څرخ له مخې د چورلکې یو ډول دی، د (compound helicopters) په نامه چورلکې الوتکې دي خو د چورلکې څرخ پکې وي، د څلور څرخونو لرونکو چورلکو ته (Quadcopter helicopters) وایي لکه وړې ډرون چورلکې، تر دوه زیاتو څرخ لرونکې چورلکې ته (multicopter) نوم اخلي.
له اټو جیرو سره د چورلکې توپیر دا دی چې چورلکه په خپل څرخ مخکې تګ کوي خو اټو جیرو بیا د مخکې تګ لپاره جلا سیستم لري، همداسې (compound helicopters) چورلکې هم د مخکې تګ لپاره له خپل افقي څرخ کار نه اخلي او د مخکې تګ لپاره جلا سیستم لري.