د نازیانو غوټه وهونکې بم غورزونکې، برید کوونکې، د ځمکني پوځ ملاتړ کوونکې الوتکه وه. د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې او د دوېمې نړیوالی جګړې په پیل کې کارېدلې. د جګړې په لمړۍ کرښه کې تر ۱۹۴۴ کال پورې فعاله وه. د تقاوت کولو لامل یې د پرزو کموالی او د ترمیم نشتوالی وو او تولیدونکي شرکت یې تولید په کال ۱۹۴۰ کې بند کړی وو.
جوړونکی شرکت یې ( Henschel) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۵ د مې په ۸ نېټه کړې، په ۱۹۳۶ کال کې یې کارونه پیل شوې، د هسپانیا هوایي ځواک په ۱۹۵۳ کال کې تقاوت کړي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۵۰ وو. چین او هسپانیا هم کارولي.
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۸.۳۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۵۰ متره
لوړوالی : ۳.۲۰ متره
د وزرو سطحه : ۲۴.۸۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۵۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۲۱۵ کیلو ګرامه
پاورپلنټ BMW 132Dc 9-cylinder radial engine, 880 hp (656 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۴۱ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۲۹۵۰ فټه
وسله : دوه (7.92 mm MG 17 machine guns) ماشیندارې او په هرې یوې کې ۴۰۰ مرمۍ، تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې پنځه بمونه