Hereford cattle – هېرفورډ غوییز
د انګلستان په هېرفورډ شېر سیمه کې د غوښې لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. د اتلمسې پېړۍ په پای کې، د سیمې ځینې کورنیو دوه رګه کړی. تر ۲۰۲۳ کال پورې یې د نسل ۷ میلیونه غوییز د نړۍ ۶۲ هیوادونو کې موجود وو.
په کال ۱۷۷۵ کې ایرلنډ ته، په کال ۱۸۱۷ کې متحده ایالتونو ته صادر شوي، په استرالیا کې له ۱۸۵۰ مخکې موجود وو، ارجینټینا په ۱۸۵۸ کې وارد کړي. په ۲۱ پېړۍ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره مختلفو هیوادونو کې د هېرفورډ نسل ټولنې شوي. متحده ایالتونو ته د هېنري کلې په نوم سیاست پوه په ۱۸۱۷ کې انتقال کړي خو په لویه کچه یې واردول په ۱۸۴۰ لسیزه کې پیل شول.
بې ښکرو هېرفورډ غوییز
بې ښکرو هېرفورډ د امریکا غوییز دي کوم چې خپل ځان کې د بې ښکرو غوییزو جېن لري. په ۱۸۸۹ کې امریکا په طبیعي توګه په یادو غوییزو کې جنتیکي بدلون رامنځته کړی.
د نړۍ په ځینو سیمو کې له نورو غوییزو سره هم دوه رګه شوي او ترلاسه شوی نسل یې له هېرفورډ سره توپیر لري.
روغتیا
په هېرفورډ کې د (ocular squamous cell carcinoma) په نامه د سترګو سرطان پیدا کیږي. په هغو غوییزو کې یې امکان زیات دی کوم چې د سترګو چار چاپېره برخه کې سور رنګ لري او داسې هیوادونو کې وي چېرې چې د لمر وړانګې تېزې او تودوخه زیاته وي. په امریکا او کاناډا کې یې څېړنه شوې او د څېړنې پایله کې د لېمو، د قرنیه او د سترګو د سپین رنګدانه کوم چې په ارثي توګه انتقالیږي کولای شي د سرطان خطر کم کړي.
په انګرېزۍ کې، له نورمال ځای یا خپل ځای څخه د بدن د یوه غړي یا برخې بې ځایه کېدو ته (prolapse) وایي، بې ځایه کېدنه ممکن لاندې لور ته زوړندېدل وي او یا بهر ته وتلی وي.
په یادو غوییزو کې د رحم بې ځایه کېدنه (Vaginal prolapse) په ارث پاتې کېدونکی روغتیایي حالت دی خو په ورته وخت کې یې خواړه هم رامنځته کولای شي. بله ستونزه یې په تیانو کې کم رنګ یا کمه رنګدانه ده او ډېری وخت یې تیان لمر سوزولي وي. د (autosomal recessive gene) له امله په دواړو غوا او غویي کې ټیټ قد رامنځته کېدای شي.
مخینه
تر اتلسمې پېړۍ پورې د هېرفورډ شېر سیمې ټول غوییز د انګلستان د سوېل غوییزو ته ورته وو، ټول بدن یې سور رنګ لره او سپین خاپونه یې لرل، اوسنیو د شمالي ډیون غوییزو او سوسیکس غوییزو ته ورته وو. له یادو غوییزو سره د بې ښکرو غوییزو نسل دوه رګه شو تر څو د کاري غوییزو بل نسل ته وده ورکړي. کوم نسل چې ترې رامنځته شوی وو په پیل کې یې رنګ له زېړ تر خړ پورې وو او په دې رنګ کې یې د سپین رنګ مختلفه کچه لرله. د اتلسمې پېړۍ پای کې، د نولسمې پېړۍ پیل کې یې رنګ سور او مخ یې سپین ته بدل کړل شو.