Hérens cattle – هېرېنس غوییز

په فرانسوي کې یې نوم اېغا تلفظ کیږي او جرمني ژبه کې ورته (Eringer) نوم اخلي. د سویس د الپ په غرونو کې، د هېرېنس درې غوییز دي. رنګ یې نسواري، تور یا تېز سور وي، د شمزي اوږدو کې یې د روښانه رنګ کرښه موجوده وي. نسل یې له نورو غوییزو سره د جګړې لپاره ساتل کیږي.

ځانګړنې
د اروپا د وړو غوییزو په نسلونو کې یو نسل دی. خسکی یې د شمزي اوږدو کې تېز رنګ لري او تنه یې سور رنګ کې وي خو له ودې سره یې د بدن رنګ کې تېزوالی رامنځته کیږي او د شمزي په اوږدو کې رنګ یې روښانه کیږي. د نورو غوییزو په پرتله یې سر لنډ خو پراخ شوی وي. دواړه غوا او غویی یې ډېرې ځواکمنې عضلې او ښکرونه لري. د غویي وزن یې له ۱۲۵ تر ۱۳۴ سانتي متره پورې وي او وزن یې له ۶۵۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د الپ د غرونو له څر ځایونو سره ښه بلدتیا لري.

مخینه
د وینې ډول یې داسې وړاندیز کوي چې د سویس له غوییزو سره توپیر لري او د اتریش له ټوکسر غوییزو سره ورته والی لري. په کال ۱۸۸۴ کې یې د نسل لپاره معیاري ځانګړنې وټاکل شوې د کومو له مخې چې نسل پېژندل کېدای شي. د هېرېنس سیمې له نورو غوییزو سره هم دوه رګه شوي. د هېرېنس غوییزو نسل په ۱۹۶۰ لسیزه کې کم شو. په ۲۰۰۰ کال کې ټولټال ۱۳۵۰۰ غوییز پاتې وو. په متحده ایالتونو کې هم د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه لري.

د غواګانو جنګ
د نسل غواګانې یې ډېر بې کچې برید کوونکی چلند لري. په سیمه کې یې غواګانې، په پسرلي کې له یو بل سره د وزن له مخې په جنګ اچول کیږي. کومه غوا چې ګټونکې شي په لوړ قیمت پلورل کیږي. د جګړې سیمې ته یې د لیدو لپاره ډېر سیلانیان ورځي.

undefined

 

undefined

Sidebar



Share
Hide Buttons