HESA Azarakhsh

په پاړسي کې یې نوم (آذرخش‎) لیکل کیږي د نوم مانا یې د تندر برېښنا ده نړۍ تر اوسه مطمنه نده چې د ایران جیټ الوتکه ده خو ګمان کوي چې د ایران ده او د ایران (Iran Aircraft Manufacturing Industrial Company HESA) شرکت طرحه کړې او جوړه کړې. ډېر کار پوهان ګمان کوي چې ایران د امریکا د (Northrop F-5 Freedom Fighter/Tiger II) الوتکې طرحه تولید کړې خو ایرانیان دعوا کوي چې د ایران لمړۍ په داخل کې طرحه او جوړه شوې جیټ ده. په جوړونه کې یې د ایران پوځ، د ایران دفاع وزارت او د ایران د الوتکو د جوړولو شرکت (HESA) ونډه اخیستې.
 
د الوتکې په اړه یې جزیات پټ ساتلي خو په ۱۹۹۷ کې یې ادعا وکړه چې ایران خپله جنګ کوونکې الوتکه طرحه کړې، او په ۲۰۰۰ کال کې یې د څلور جیټ الوتکو د تولید ادعا وکړه او داسې اټکل شوې وه چې په کال کې د لس جنګ کوونکو جیټ د تولید وړتیا لري.
 
ساېقه – Saeqeh
د اذرخش الوتکې پرمختللی ډول ده خو لکه د تل په څېر خپله ټکنالوجي پټه ساتلې او د تولید د ډول په اړه کافي مالومات نشته.
 
کوثر – Kowsar
یې بله برید کوونکې او د روزنې لپاره جیټ ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د طرحې ادعا کړې او د یوه او دوه پیلوتانو لپاره به یې تولید کړي.
An IRIAF HESA Azarakhsh in Vahdati Airbase Air Show
An IRIAF HESA Azarakhsh in Vahdati Airbase Air Show By Marjan-shivA

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons