Highland cattle – د سکاټلنډ د لوړو هوارو غوییز

د سکاټلند په ګېلېک ژبه کې ورته بو ګایډیلک (Bò Ghàidhealach) نوم اخلي. د سکاټلند په کلیو کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. ببره وړۍ او اوږده ښکرونه لري. په سیمه کې، د هر ډول خرابې هوا پرمهال د مقاومت وړتیا لري. د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره کتاب یې په ۱۸۸۵ کې تاسیس شوی، په یاد کتاب کې د یوه نسل دوه ډوله غوییز راجستر شوي : یو ډول یې تور رنګ لري او بل ډول یې سور رنګ کې دي. د غوښې لپاره ساتل کیږي. نسل یې ځینې نورو هیوادونو ته هم انتقال شوی.

ځانګړنې
اوږده پراخ شوي ښکرونه او اوږده وړۍ لري، په ۶۰ % غوییزو کې رنګ سور نسواري وي. تقریبا ۲۲ % یې په زېړ رنګ کې پیدا کیږي او نور په سلوري، تور رنګ کې وي. په MC1R gene (E locus) and the PMEL or SILV gene (D locus) جېنونو کې یې د الېل له امله رنګ توپیر لري. د وړۍ بهرنۍ برخه یې غوړ لرونکې ده او د سکاټلنډ په باراني موسم کې یې له لندېدو ژغورنه کوي.

د غویي وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد له ۹۰ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې رسېدای شي. د کال په اوږدو کې هر وخت جنسي اړیکه نیولای شي، د بلاربښت موده یې له ۲۷۷ ورځو تر ۲۹۰ ورځو پورې ده. یو خسکی زېږوي خو کله نا کله یې خسکیان غبرګوني وي. په اتلس میاشتینۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي او تر ۲۰ کالو پورې ژوند کولای شي.

له سړو سره مقاومت
معمولا د اروپا ټول غوییز له سړو سره مقاومت کوي خو د سکاټلند د لوړو هوارو د غوییز له سړو سره د مقاومت کچه دومره لوړه ده لکه په شمالي قطب کې چې د هوسۍ ده. خو لکه د سوېلې اسیا د زېبو غوییزو په پرتله له تودې هوا سره کم مقاومت کولای شي. ناروې او کاناډا تر سکاټلند زیات سوړ ژمی لري او یادو غوییزو د کاناډا او ناروې له ژمي سره په اسانۍ بلدتیا پیدا کړې.

ټولنیز چلند
د سکاټلنډ په لوړو هوارو سیمو کې د نیمه وحشي غوییزو څلور کلنې مطالعې ښودلې چې یاد غوییز د رتبو روښانه جوړښت لري، یاده چاره په دې غوییزو کې نظم ساتي او برید کوونکی چلند پکې کموي. د واک رتبې یې له جنسیت او عمر سره تړاو لري، کوم غوییز چې زیات عمر لري په وړو خسکیانو واکمني کوي او غویی یې په غواګانو واکمن وي.

مخینه
د سکاټلند په لوېدیځ کې دودیز نسل دی. یوه نسل دوه مختلف ډولونه لرل. په اتلسمه پېړۍ کې یاد غوییز د سکاټلند د اقتصاد لپاره ډېر اړین وو. په هغه وخت کې انګلستان اخیستل او سوېل ته به یې د څوربولو لپاره بول تر څو یې وزن زیات شي او د غوښې لپاره یې حلال کړي. په ۱۷۲۳ کال کې یې په انګرېزانو ۳۰۰۰۰ غوییز وپلورل.

په ۱۸۸۴ کال د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. په ۲۰۰۲ کال کې، په انګلستان کې ۲۵۰۰ غوییز پاتې وو؛ په ۲۰۱۲ کې یې شمېر ۶۰۰۰ ته رسېدلی وو خو په ۲۰۲۱ کې ۳۱۶۱ ته کم شوي وو.

مخکې د فولډ (fold) په نامه هم یادېدل او لامل یې دا وو چې د شپې لخوا به له ډبرو جوړو غوجلو کې ساتل کېدل تر څو له سړو وژغورل شي. یادو غوجلو ته په سیمه کې د فولډ نوم اخلي.

په ۱۹۵۴ کې د انګلستان ملکې دوېمې اېلیزابېت امر وکړ چې د یادو غوییزو یوه پاده دې په بالمورال ماڼۍ کې وساتل شي چېرې چې اوس هم شته دي.

د نولسمې پېړۍ پای کې یې نسل د نړۍ نورو هیوادونو ته هم صادر شوی، په دې کې استرالیا، کاناډا، ارجنېټینا، متحده ایالتونه او د شوروي اتحاد هیوادونه هم شامل دي. په ۲۰۲۲ کې یې شمېر په ټوله نړۍ کې ۴۰۰۰۰ وو.

File:Cow on Pupers.jpg

 

undefined

 

File:(Father and son (highland cattle)) (LOC) (16615444570).jpg

Sidebar



Share
Hide Buttons