Hinterwald – هېنټروالډ
د جرمني په تورځنګل کې اخیستل شوی د غوییزو زوړ سیمه ایز نسل دی. د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره اداره یې په سویس او جرمني دواړو کې شته. د نوم مانا یې “لرې پروت ځنګل” دی، یاد نوم پرې ۱۵۰ کاله مخکې ایښودل شوی. همدې ته ورته بل نسل د ورډر والډ په نامه یادیږي او د نوم مانا یې “نږدې ځنګل” دی. مخکې دواړه یو نسل ګڼل کېده خو اوسمهال سره جلا شوي.
ساینسي نوم یې (Bos primigenius f. taurus) دی.
ځانګړنې
د غوا قد یې د مخکینیو پښو په ولیو کې له ۱۱۵ تر ۱۲۵ سانتي متره پورې لوړيږي او وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې وي ؛ د غويي وزن یې د مخکینیو پښو په ولیو کې له ۱۳۰ تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي، وزن یې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په مرکزي اروپا کې، په اوسمهال کې ژوندی تر ټولو کوچنی نسل دی. رنګ یې سپین او نوره برخه یې له روښانه زېړ تر سور نسواري پورې وي.
د نسل اخیستنې موخه یې له سړو سره مقاومت، د الپ غرونو په داسې څرځایونو کې څرېدل کوم چې پېچومی لري، په کمو خوړو پاېدل دي. د شیدو او غوښې لپاره کاریږي. په بلاربښت او لنګېدو کې ستونزې نه لري، همداسې د اوږد عمر لرونکې دي. په سویس کې یې نسل کم شوی او له همدې امله که چېرې بزګر یې وساتي د ساتنې جایزه د حکومت لخوا ورکول کیږي.