Houdan chicken – هودان چرګان
د فرانسې د کورنیو چرګانو نسل دی. کاکل لرونکي چرګان دي. نسل یې د فرانسې په هودان سیمه کې اخیستل شوی. د چرګ وزن یې تر ۳ کیلو ګرامه او دچرګې تر ۲.۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د وړې کچې نسل هم لري وزن یې تر ۹۰۰ ګرامه پورې رسیږي. نسل یې په ۱۸۰۰ لسیزه کې اخیستل شوی د نسل اخیستنې موخه یې د نندارې لپاره ساتنه وه خو ډېر ژر وده کوي او په هګیو اچولو پیل کوي نو له همدې امله د نندارې په ځای فارمونو کې د هګیو او غوښې لپاره وساتل شول.
