House mouse – د کور مږه

علمي نوم یې موس موکولوس (Mus musculus) ده. اصلي ځای یې اوراسیا ده خو له انسان سره نږدې ژوند ټولې نړۍ ته خپره کړې. هر چاپېریال سره په ډېر اسانۍ بلدتیا پیدا کوي لکه په کورونو کې ژوند کولای شي، د کرنې په پټیو کې پاېدلای شي، په لویو بېړیو کې ژوندی پاتې کیدای شي.
 
د کور مږه نري بریتونه لري، تېرې منګولې لري، غوږونه یې بې وېښتو وي، په نور بدن باندې نرم لنډ وېښته لري. کومې چې په لابراتوارونو کې کورنۍ شوي وي سپین، تور او یا سپین او تور رنګ لري خو کومې چې وحشي دي پاسه خوا یې غنمو ته ورته نسواري رنګ لري او ګېډه یې سپینه وي.
 
مشک ته ورته بوي کوي، وزن یې له ۱۲ تر ۳۰ ګرامه او د مخروطي بدن اوږدوالی یې له ۶ تر ۱۱ سانتي متره پورې رسیږي، د لکۍ اوږدوالی یې تقریبا د تنې له اوږدوالي سره برابر وي. ټولې ځانګړنې یې د نړۍ د سیمو په نسلونو کې توپیر لرلالی شي.
 
د کور مږه په بنسټیزه توګه په ځمکه ژوند کوونکې د شپې لخوا فعالیت کوونکې ده. د لامبو وهلو، ټوپ اچولو او ختلو ښه وړتیا لري. په خپلو غارونو کې له وچو وښو ځالې جوړوي خو د ډبرو د چاودونو په منځ کې هم ژوند کوي. کومې چې له کورونو بهر اوسیږي تخمونه، غلې او حشرې خوري او ډېر وخت د غلې افت ګڼل کیږي. کومې چې په کورونو کې ژوند کوي هر څه خوړونکې دي. په کورونو کې خپلې ځالې داسې ځایونو کې جوړوي چې د انسان له لاسرسي لرې وي او په کور کې خواړه ککړوي په ورته وخت کې هر ډول توکي له منځه وړي. کومې چې په کورونو کې ژوند کوي د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کوي کومې چې له کورونو بهر ژوند کوي د پسرلي له پیل څخه د مني تر پای پورې د مثل تولید کوي. د بلاربښت موده یې له ۱۹ تر ۲۱ ورځو پورې وي. په کال کې تر ۱۴ ځلې پورې بچیان زېږولای شي او په هر کې له ۵ تر ۱۰ پورې بچیان امکان لري. په لابراتوار کې تر درې کالو پورې خو ازادې ژوند کوونکې مږې تر دې کم عمر لري.
 
متحده ایالتونو ته له ختیځې اروپا څخه له انسانانو سره انتقال شوي خو کم د کلیفورنیا ځینې نسلونه یې له اسیا انتقال شوي دي. په لابراتوار کې د طبي، بیولوجي او جنتیک څېړنو لپاره کار ترې اخیستل کیږي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل موس
فرعي نسل موس

Mausprofil

Share
Hide Buttons