Hungarian Grey – د هنګري خړ غوییز
په هنګري ژبه کې یې نوم (Magyar Szürke) لیکل کیږي. په انګرېزۍ کې ورته (Hungarian Grey Steppe) نوم هم اخلي. په هنګري کې د غوښې لپاره اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د پوډولي غوییزو له ګروپ سره تړاو لري. بهر ته وتلي اوږده ښکرونه لري. روښانه خړ رنګ کې وي. مخکې د هنګري پوستا څرځای کې لوی شمېر ساتل کېدل او پادې پکې څرول کېدې. په شلمه پېړۍ کې یې نسل له ورکېدو سره مخ شو خو کله چې ډېر کم شو نو بېرته یې د نسل زیاتولو هڅې پیل شوې.
ځانګړنې
اوږده تنه او لوړ قد لري. بدن یې ځواکمنې عضلې لري او د غوښې جوړښت یې مرمر ته ورته وي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۵۰ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د غوا قد تر ۱۳۵ سانتي متره او وزن یې تر ۵۲۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن رنګ یې له سلوري سپین تر ایرو ته ورته خړ پورې امکان لري. د غوا په پرتله د غویي رنګ تېز وي او د هګیو د کیسې رنګ یې تور وي، همداسې یې له سترګو د تور رنګ کړۍ تاو شوې وي. لکه د نورو پوډولي نسلونو په څېر خسکی په سور رنګ کې پیدا کیږي او تر شپږ میاشتینۍ یې رنګ خړ ته بدلیږي. ښکر یې بهر لور ته وده کوي او تر ۸۰ سانتي پورې اوږدوالی لري.
له اینډیسین غوییزو سره یو څه اندازه جنتیکي ګډې ځانګړنې لري، یادې ځانګړنې یې له شیدو سره تړاو لري لکه کازیین او څو شکله ښودونکي هاپلوټایپونه. له زیبوین غوییزو سره کوم نږدېوالی نه لري.
ورو وده کوونکي دي خو غوښه یې وازده نه لري او له همدې امله د سلامي او سوسیس لپاره کاریږي.
مخینه
د نسل سرچینه یې نه ده مالومه. مخکې داسې ګمان کېده چې ماګیار (مجار یا د مجارستان له خلکو سره) په نهمه پېړۍ کې سیمې ته راغلي وو. مجار خلک له ختیځ څخه د کارپات بند په لور تللي او یاده سیمه کې مېشت شوي خو دا تیوري د لرغون پوهنې له تیوري سره کوم ورته والی نه لري. ځینو پوهانو وړاندیز کړی چې وروسته کډوالۍ له ځان سره را انتقال کړي او داسې اټکل کیږي چې ممکن کمانیا او پېچنګ خلکو له ځان سره سیمې ته راوستي وي، ځینې فکر کوي چې له سوېل څخه د بالکان کډوالو اخیستي او بیا یې سیمې ته راوستي، ځینې بیا په دې اند دي چې لسمه پېړۍ کې د ایټالیا له ټاپوزمې ور انتقال شوي وي. بله تیوري کې ګمان شوی چې یاد غوییز له اوروکس غوییزو (Bos primigenius) اخیستل شوی نسل دی.
له منځنیو پېړیو تر اتلسمې پېړۍ په هنګري کې د یادو غوییزو لوی شمېر ساتل کېده. د هجدوک په نامه جګړه مارې ډلې به سلګونه کیلو متره پیاده د لوېدیځې اروپا مارکېټونو ته بیول او هلته به یې په قصابیو پلورل. لمړی او بنسټیز مارکېټ یې ویانا وو خو تر اوګسبرک، اوسپېتز، نورنبرګ، سټراسبورګ او ونیس پورې هم رسول کېدل. په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې هر کال لسګونه زره غوییز په همدې طریقه لوېدیځ ته رسول کېدل، په اولسمه پېړۍ کې یې شمېر تر ۱۰۰۰۰۰ واوښت. یاده سوداګري د عثمانیانو د خلافت له امله ګډه وډه شوه.
د ۱۵۲۶ کال داسې سند موندل شوی چې په اوګسبرګ کې د هنګري غوییزو پکې مستند شوي. د شپاړسمې پېړۍ بل سند کې “دهنګري د اوږدو ښکرو د غوییزو” په نوم پکې یاد شوي.
په اتلسمه پېړۍ کې یې مارکېټ کې بدلون رامنځته شو او نسل کې یې یادې چارې کمی رامنځته کړ. د مارکېټ له بدلون سره د یادو غوییزو د کارونې موخې کې هم بدلون رامنځته شو او نور د غوښې لپاره نه بلکې د کار لپاره ساتل کېدل.
په کال ۱۹۳۱ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره اداره جوړه شوه او یادې ادارې خلک وهڅول چې نسل اخیستنې او ساتنې ته یې ادامه ورکړي خو دوېمې نړیوالې جګړې دا هڅې له خنډ سره مخ کړې. په ۱۹۶۰ لسیزه کې یې د نسل شپږ غواګانې او یو غویی په درې فارمونو کې پاتې وو او نور ټول نسل یې له منځه تللی وو. په دې وخت کې خلکو هڅه وکړه چې خپل سیمه ایز نسلونه له منځه تللو وژغوري او تر ۱۹۷۵ کال پورې یې د نسل غړي تر ۳۰۰ پورې ورسول. کوم نسل اخیستونکي یې چې نسل وساتي او نسل یې زیات کړي د حکومت لخوا جایزه ورکول کیږي. تر ۲۰۰۳ کال پورې یې نسل بېرته دومره زیات شو چې د هنګري د سیمه ایزو غوییزو د غوښې ۱۲ % غوښه یې تولیدوله.