Hybrid aerostat – ترکیبي اېروستات
په انګرېزۍ کې هایبرېډ پیوند، ترکیبي او دوه رګه ته وایي. دلته یې مانا د دوه سیستمونو کارونکی اېروستات دی. دا ډول اېروستات دواړه (static buoyancy) او (dynamic airflow) کاروي تر څو پورته تګ وکړي. د اېروستات په دې ډول کې د تګ لپاره د خوځښت ځواک کاریږي او یا په کیبل تړل کیږي تر څو هوا کې په ولاړ حالت کې پاتې شي. که چېرې څرخونه پکې وکارول شي نو چورلکه هم ترې جوړېدای شي.
د الوتنې د ممکنه کولو لپاره باید ګاز د اتموسفېر د هوا په پرتله کم غلیظ وي. کوم بالون چې د تودوخې په ذریعه الوتنه کوي لاندې پای یې پرانیستی وي. په بالون کې عام کارېدونکي ګازونه هایدروجن، د سکرو او هلیم ګازونه دي.