Hydrogen – هایډروجن
هایډروجن یو کیمیاوي عنصر دی، سمبول یې (H) دی، اټومي شمېره یې ۱ ده او معیاري اټومي وزن یې ۱.۰۰۸ دی. هایډروجن په دوراني جدول کې تر ټولو سپک عنصر دی، په ټولو کایناتو کې تر هرې بلې کیمیاو مادې پرېمانه پیدا کېدونکی دی. تقریبا ټول باریونیک حجم (baryonic mass) کې ۷۵% هایډروجن دی – باریون (baryon) د ذراتو په فزیک کې د فرعي اټومي ذرو مخلوط دی او د (valence quarks) طاق شمېره لري. د ستورو ځینې ډولونه له هایډروجن او پلازما جوړ شوي. د هایډروجن تر ټولو عام ایزوټوپ د (protium) په نامه یادیږي یو پروټون لري او نیوټرون نلري.
د اټومي هایډروجن په نړیواله کچه راڅرګندیدا په لمړي ځل د نوی ترکیب (بیګ بنګ) پر وخت رامنځته شوې. په نورمال تودوخه او فشار کې هایډروجن د احتراق وړ ډیاټومیک ګاز ده او رنګ، بوي، مزه نلري، زهري ندی، غیرې فلزي دی او مالیکولي فورمول یې (H2) دي. هایډروجن په اسانۍ له غیرې فلزي عناصرو سره ( covalent compounds) پیوند ترکیب جوړوي – کووالینټ پیوند کیمیاوي پیوند دی او د اټومونو ترمنځ د الیکټرونونو په شریکولو رامنځته کیږي د مالیکولي پیوند په نامه هم یادیږي، له همدې امله په ځمکه کې د هایډروجن زیاته برخه په مالیکولي شکل کې موجوده ده لکه د اوبو او عضوي ترکیبونو په شکل کې. هایډروجن په اسیدو بېز تعاملونو کې اړین رول لري ځکه چې د اسیدو بېز زیاتو تعاملونو کې د محلول د مالیکولو ترمنځ د پروټونونو تبادله ترسره کیږي. په ایوني ترکیبونو کې هایډروجن کولای شي د منفي چارج شکل واخلي (انیون) او که هایډرایډ (hydride) شي نو د مثبت چارج شکل لري (کاتیون). د هایډروجن کاتیون په ایوني ترکیبونو کې زیات پیچلی وي.
په ۱۶ پېړۍ کې هایډروجن په مصنوعي توګه تولیدېده او د تولید لپاره یې پر وسپنو د اسیدو تعامل ترسره کېده. د ۱۷۶۶–۸۱ کلونو ترمنځ لمړی کس (Henry Cavendish) وو چې په دې وپوهېده چې د هایډروجن ګاز یوه جلا ماده او که چېرې وسوزول شي اوبه تولیدوي او له همدې یې نوم په یونانۍ ژبه کې هایډرو – جن شو د دې دواړو کلیمو مانا اوبه جوړونکی ده.
په صنعت کې، کله چې طبیعي ګاز اصلاح کیږي نو هایډروجن تولیدوي، کم وخت د انرژۍ د فشار له میتودونو هم تر لاسه کیږي لکه د اوبو د الیکټرولایز کولو له لارې. د هایډروجن ډېره برخه د خپل تولید په سیمه کې یا له سیمه سره نږدې کاریږي. تر ټولو زیات په دوه چارو کې کاریږي د امونیا په تولید کې او د فوسیلي تیلو په بهیرونو کې. کومه امونیا چې ترې جوړیږي ډېر وخت د سرې په توګه د حاصلیخیزۍ په تولید کې کاریږي. په فلزکارۍ، د وسپنو په ویلې کولو او نورو ورته چارو کې هایډروجن ستونزې جوړونکی دی ځکه چې هایډروجن زیاتې وسپنې بې دوامه کولای شي.
د هایډروجن شکلونه نیمه کنګل هایډروجن دا شکل یې د مایع او جامد هایډروجن مخلوط ده، له مایع هایډروجن څخه زیات غلیظ دی Slush hydrogen ګازي هایډروجن Gaseous hydrogen مایع هایډروجن Liquid hydrogen جامد هایډروجن Solid hydrogen وسپنیز هایډروجن Metallic hydrogen
د هایډروجن لمبه کره هایډروجن – اکسیجن لمبې د ماوراء بنفش وړانګې خپروي او که چېرې د اکسیجن غلظت پکې زیات شي نو دا وړانګې په سترګو هم لیدل کېدای شي. که چېرې یوازې هایډروجن لمبه شي د لیدو لپاره یې د لمبې پیدا کوونکي ته اړتیا شته ځکه چې لمبه یې سترګې نشي لیدلای. په نورو حالتونو کې د هایډروجن لمبه نیله شنه وي او لمبه یې د طبیعي ګاز لمبې ته ورته والی لري.
سوزېدنه د هایډروجن ګاز (ډي هایډروجن یا مالیکولي هایډروجن) ډیپروټیم نوم هم ورته اخلي کله چې د پروټیم اټومونو جوړه ولري په لوړه کچه د اورلګولو وړتیا یا سوزېدو ځانګړنه لري.
فورمول یې لاندې وګورئ
2 H2(g) + O2(g) → 2 H2O(l) + 572 kJ (286 kJ/mol)
د هایډروجن ګاز د هوا له ۴–۷۴% او کلورین له ۵–۹۵% غلظت سره چاودېدونکي مخلوطونه جوړوي. د چاودېدو تعامل یې په سپرغیو، تودوخې یا د لمر په وړانګو ممکن ترسره شي. د هایډروجن په خپله د اور اخیستو لپاره په هوا کې ۵۰۰ °C تودوخې ته اړتیا لري
د هایډروجن مالیکول (H2) له هر اکسیډایز کوونکي عنصر سره تعامل کوي. د خونې په تودوخه کې له کلورین او فلورین سره تعامل کوي او اړوند هالیډونه جوړوي، هایډروجن کلورایډ او هایډروجن فلوریډ کوم چې خطرناک اسید دي تولیدوي
Comments
So empty here ... leave a comment!