Hydrogen cyanide – هایډروجن سیانیډ
د پروسیک اسیدو (prussic acid) په نامه هم یادیږي. یو کیمیاوي ترکیب ده او کیمیاوي فورمول یې (HCN) ده. بې کچې زهري او د اور اخیستو وړ بې رنګه مایع ده کوم چې په ډېره کمه تودوخه ۲۵.۶ °C کې وېشیږي. خطي مالیکول ده او درې پیوندونه لري چې د کاربن او نایټروجن ترمنځ دي. د ۹.۲ له (pKa) سره کم تېزابي کیږي. کمه برخه یې په اوبو کې ایونایز کیږي او ( cyanide anion, CN−) ترلاسه کیږي. په اوبو کې یې محلول ته (hydrocyanic acid) نوم اخیستل کیږي. د (cyanide anion) مالګه د (cyanides) په نامه یادیږي.
کمزوری تریخ بادام ته ورته بوي لري. د شخوند وهونکو لپاره زهرجنه ماده که چېرې یې شخوند وهونکي تنفس کړي نو د مرګ لامل یې ګرځي، همداسې په سمندر کې د نهنګ مړه کولو وړتیا هم لري، انسان هم وژلی شي.
په ۱۹۱۶ کې فرانسې او متحده ایالتونو او په ۱۹۱۸ کې ایټالیا د کیمیاوي وسلې په توګه وکارول خو د هوا د شرایطو له ماله اغیزمن ثابت نشول. ګاز یې له هوا څخه سپک او په چټکۍ سره اتموسفیر کې خپریږي. د مرګونې کېدو لپاره یې باید د ګاز غلظت زیات وي او دې دواړو ځانګړنو دا ثابته کړه چې د کیمیاوي وسلې په توګه کار نشي ترې اخیستل کیدای.
په هایډروجن سیانیډ کې هایډروجن، کاربن او امونیا موجود وي. په لویه کچه تولیدیږي او د تولید لپاره یې مختلف بهیرونه کاریږي. د اکتریلونیټریل د تولید له ضایعاتو هم ترلاسه کیږي. په ۲۰۰۶ کال کې یوازې متحده ایالتونو د ۵۰۰ میلیونه او یو بیلیون پونډه وزن پورې تولید کړي وو. تر ټولو اړینه طریقه یې د اکسیجن په موجودیت کې د میتان او امونیا تعامل ده او تعامل پرپلاتین کاتلېسټ تقریبا په ۱۲۰۰ °C کې ترسره کیږي. فورمول یې لاندې وګورئ
- 2 CH4 + 2 NH3 + 3 O2 → 2 HCN + 6 H2O
د تعامل لپاره چې کومې انرژۍ ته اړتیا ده د میتان او امونیا د څه برخې په اکسیداسیون چمتو کیږي.
د تولید بله طریقه کې یې اکسیجن نه اضافه کیږي او انرژي په غېرې مستقیمه توګه د تعامل کوونکي دیوال له لارې انتقالیږي. فورمول یې لاندې وګورئ
- CH4 + NH3 → HCN + 3H2
په بله طریقه کې پروپېن له امونیا سره تعامل کوي. په لابراتوار کې په کمه کچه تولیدیږي او د تولید لپاره یې د القلي وسپنو له سیانیډ مالګو سره اسید اضافه کیږي.
- H+ + NaCN → HCN + Na+
پورته ترکیب ځینې وخت له ځان سره پېښې هم لري ځکه چې اسید له نه الوتونکې سیانیډ مالګې بې کچې زهري اېچ سي اېن ګاز جوړوي.
اېچ سي اېن له سوډېم سیانیډ او پوتاسیم سیانیډ سره پرېکرسر ده – په انګرېزۍ پرېکرسر (precursor) یو داسې ترکیب ده چې په تعامل کې ونډه اخلي تر څو بل ترکیب جوړ کړي. کوم چې د سرو زرو او سپینو زرو په استخراج کې کاریږي او همداسې دواړو ته په اوبو ورکولو کې هم کار ترې اخیستل کیږي. له دې پرته د سیانوهایډرین په منځګړتوب له اېچ سي اېن څخه نور ګټور ترکیبونه جوړیږي لکه (methyl methacrylate) له (acetone) څخه، همداسې (amino acid methionine) د (Strecker synthesis) په ذریعه او (chelating agents EDTA and NTA) د (hydrocyanation process) بهیر له لارې. همداسې اېچ سي اېن له بوټاډین سره اضافه کیږي تر څو (adiponitrile) تولید کړي کوم چې د (Nylon-6,6) لپاره پرېکرسر ده.
اېچ سي اېن د میوو له زړو ترلاسه کیږي لکه ګیلاس، خرماڼۍ، مڼې او تریخ بادام. له ترلاسه شوي اېچ سي اېن څخه مزه لکه د بادامو مزه او تېل جوړیږي. د دې میوو په زیات شمېر زړو کې د سیانوهایډرین کمه کچه موجوده وي لکه (mandelonitrile and amygdalin) کوم چې په ورو توګه هایډروجن سیانیډ پرېږدي. د مڼې د زړو ۱۰۰ ګرامه میده شوي زړي ۷۰ ملي ګرامه پورې اېچ سي اېن لري. ځینې زر پښي ژوي هایډروجن سیانیډ ترشح کوي او خپله دفاع پرې کوي، ځینې حشرې لکه شاپېرک هم ورته چلند لري. هایډروجن سیانیډ د موټرو او د نایټروجن لرونکي پلاستیک په لوګي کې هم موجود وي. د کاساوا ترخو ریښو په یوه کیلو کې هم تر یو ګرام پورې موندل کیږي.
په ۱۷۰۶ کې په لمړي ځل له نیله رنګه د وسپنې لرونکې رنګدانې (Prussian blue) څخه جلا شوه خو کیمیاوي جوړښت یې نه وو مالوم کوم چې په اوس وخت کې د (coordination polymer) په نامه یادیږي، پېچلی جوړښت او تجربوي فورمول لري. په ۱۷۵۲ کې د فرانسې کیمیا پوه (Pierre Macquer) دا ثابته کړه چې نیله رنګه د وسپنې لرونکې رنګدانه د وسپنې پر اوکسایډ او الوتونکې مادې بدلیدای شي. له همدې امله یې پخوانی نوم (prussic acid) ده. په ۱۷۸۷ کې د فرانسې بل کیمیا پوه (Claude Louis Berthollet) دا ثابته کړه چې پروسیک اسید اکسیجن نلري او په اسیدو کې باید اکسیجن موجود وي. په ۱۸۱۱ کې (Joseph Louis Gay-Lussac) کره مایع شوی هایډروجن سیانیډ ترې چمتو کړ.
Comments
So empty here ... leave a comment!