Hystricomorpha |شکوڼ شکله | هیسټریکومورفا فرعي ډله | شکوڼ ډوله

له دوه یوناۍ کلیمو ترکیب شوی نوم دی د (ὕστριξ – hystrix) مانا “شکوڼ” ده او د (μορφή – morphē) مانا “شکل” ده. له دې پرته نور زیات تعریفونه هم لري. پراخ تعریف یې پرته له ډېپوډوایډیا کورنۍ ټول د هیسټروکومورفوس زیګوماسېټېریک سیستم لرونکو شخوند وهونکو ژو ته وایي – زیګوماسېټېریک په شخوند وهونکو کې د ماسېټېر عضلې ترتیب دی، ماسېټېر عضله د سخواختي وروستۍ برخه کې وي. په دې کې هیستریکوګناتي، ستینودکتیلیدای، انومالیوریدای او پیدي تیدای شامل دي. خو مالیکولي مالومات په دې فرعي ډله کې د انومالیوریدای او پیدي تیدای کورنیو په شاملولو شک لري. همداسې په ۲۰۰۵ کې کارلېټون او موسېر یادې دواړه کورنۍ جلا انومالورومورفا فرعي ډله وګڼله. هم مانا یا مترادف نوم یې کېویومورفا دی.

ډلبندي
د هیستریکومورفا فرعي ډلې عصري نومونه سیټېنوهیسټریکا یا اېنټوډکریا دي او د ډلبندي یوه فرضيه ده په کومه کې چې ګنډي له هیستریکوګنات شخوند وهونکو سره یو کړي او دا چاره یې د مالیکولي او مورفولوجیکي مالوماتو پر بنسټ کړې. که چېرې دا فرضیه سمه وي نو د سکیورونیاتي دودیزه ډلبندي ناسمه ثابتوي ځکه چې بیا دا یو پارافیلیټیک ګروپ کیږي. هیسټریکو مورف شخوند وهونکي او یا کاویو مورفا ځینې وخت ریښتیني شخوند وهونکي نه ګڼل کیږي خو ډېر مالیکولي او جنتیکي څېړنې یې د شخوند وهونکو مونوفیلي تایدوي.

هیسټریکومورف په ایوسېن دوره کې، په سوېلې امریکا کې را څرګند شوي چېرې چې یوازې مېټاتېریان، زېنارتران او میریډیانګولېټ الوت نه کوونکي تی لرونکي موجود وو. په ظاهره توګه د اطلس سمندر په اوږدو کې له افریقا راغلي. ورته کډوالي لومړنیو تی لرونکو هم ترسره کړې کوم چې په سوېلې امریکا کې په ایوسېن دوره کې راڅرګند شوي. په دې کې تر اوسه اختلاف موجود دی او تازه ساینسي مالومات پرې په دوامداره توګه خپریږي.


ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا

کورنۍ

په هیستریکومورفا فرعي ډله کې لاندې کورنۍ چې اوسمهال کې ژوندي او له منځه تللي غړي لري شاملې دي. یاده ډلبندي په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کال کې د (Marivaux et al. 2002 and Marivaux, Vianey-Liaud & Jaeger 2004) پر بنسټ شوې.

د شکوڼ شکلو فرعي ډله

Comments

This post currently has 2 responses

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons