IAR 80 & 81

په دوېمه نړیواله جګړه کې د رومانیا یو وزرې، جنګ کوونکی، برید کوونکې الوتکه وه. په ۱۹۳۹ کال کې چې کله یې لمړۍ الوتنه وکړه د وخت د پرمختللو پوځونو له پرمختللو الوتکو سره برابره وه. د پروزو د کموالي او وسلې نشتوالي له امله تر ۱۹۴۱ پورې پوځي فعالیت ته وړاندې نشوه. وروسته چې کله ټولې اړتیاوې پوره شوې د رومانیا پوځ تر ۱۹۴۵ کال پورې وکارولې.
 
جوړونکی شرکت یې (Industria Aeronautică Română IAR) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۹ کال د اپرېل په ۱۲ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۴۱ کال په فېبرورۍ کې پیل شوې، په ۱۹۴۹ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې د رومانیا هوایي ځواک وو، د ۱۹۴۰–۱۹۴۴ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۳۴۶ وو.
 
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۸.۹۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱ متره
لوړوالی : ۳.۵۳ متره
د ورو سطحه : ۱۷ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۲۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۹۸۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ IAR K14-1000A air-cooled 14-cylinder double-row radial, 764 kW (1,025 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۶۰ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۱۳۲ کیلو متره
وسله : د وزرو په داخل کې دوه (20 mm MG 151/20 cannon) ماشیندارې او دوه (7.92 mm FN machine guns) ماشیندارې، یو د ۲۵۰ کیلو ګرامه (SC250) بم او دوه د ۵۰ کیلو ګرامه (SC50) بمونه

IAR-80
IAR-80 By Sorin Tulea
IAR 80, side view
IAR 80, side view By Bidinson
IAR-80 3view
IAR-80 3view By Kaboldy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons