Iberian ribbed newt – ایبېرین پوښتۍ لرونکی تریتون
هسپانوی پوښتۍ لرونکی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Pleurodeles waltl) دی. په ایبېرین ټاپوزمه او مراکش کې پیدا کیږي. د اروپا تر ټولو غټ تریتون ګڼل کیږي. د بوسکا تریتون ته هم ایبېرین تریتون نوم اخلي خو دواړه یو ډول نه دی. په څنګونو کې یې پوښتۍ د دفاع د میکانېزم په توګه کار کوي خو انسان ته پرې کوم زیان نشي اړولی. د بدن په سطحه کې د زهرو ترشح کوونکي مرغړي لري. په وحشي چاپېریال کې یې اوږدوالی تر ۳۰ سانتي مترو پورې رسیږي خو په بند ساتل شوي ځای کې ډېر کم وخت تر ۲۰ سانتي متره پورې رسیږي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
نسل | پلوروډېلز |