Icelandic horse – ایسلنډیک اس

د اسونو نسل دی، په ایسلنډ کې یې نسل اخیستل شوی. د بدن کچه یې د پوني اسونو په څېر وړه ده. د اوږد عمر لرونکي او کلک اسونه ګڼل کیږي. په ایسلنډ کې چې کوم موجود دي خپل ځان کې ځینې ناروغۍ هم لري. د ایسلنډ قانون له بهر څخه د اسونو واردولو اجازه نه ورکوي او که کوم ژوي له ایسلنډ بهر انتقال شي ایسلنډ ته د بېرته ورتلو اجازه نه ورکوي. په ایسلنډ کې یوازې یو د اسونو نسل دی په اروپا او شمالي امریکا کې هم خورا زیات دي. په ایسلنډ کې تر اوسه د څر، په تفریحي وخت کې د سپرلۍ، نندارې او د منډې د سیالۍ لپاره کاریږي.

په نهمه او لسمه پېړۍ کې چې کوم پوني اسونه ایسلنډ ته انتقال شوي له همدې پوني اسونو یې نسل اخیستل شوی. د ایسلنډ په لرغونو اسنادو کې یې یادونه هم شوې تر ټولو زوړ سند د ۱۲ پېړۍ دی په کوم کې چې د ایسلنډیک اس ذکر شوی. د سکاندیناوي یا نارس او یا هم د شمال جرمنیک خلکو په افسانو کې د یاد اس تکریم شوی. نسل یې سړو او قحطي کم کړی وو خو وروسته په نسل کې ښه والی رامنځته شو تر څو له سړو سره مقاومت لرونکی شي. په ۱۷۸۰ لسیزه کې چې کله په لاکي یا لاکاجیګار کې اورشیندنه وشوه د دې اسونو زیات شمېر یې ووژل. د مالوماتو د ثبت اداره یې په ۱۹۰۴ کې جوړه شوه خو اوس مهال په ۱۹ هیوادونو کې د مالوماتو د ثبت اداره لري او ټول مالومات یې بیا د یوې ادارې لخوا راغونډیږي او ساتل کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons