Ideology – ایډیالوجي

نظریه او یا ایډیالوجي د باورونو او ارزښتونو یوه مجموعه، ټولګه یا سیټ چې یو کس یا یوې ډلې ته منسوب وي. مخکې نظریه یا ایډیالوجي د اقتصادي او سیاسي تیوریانو لپاره کارېده. په رسنیو او ټولنیز ساینس کې هم کارېدونکې کلیمه ده خو مانا یې ډېره مبهمه ده. په ورځنۍ ژبه کې هم کاریږي خو ډېر وخت د نورو ناسم نظرونه په ګوته کوي چې د غندنې وړ وي لکه د متعصبو خلکو ایډیالوجي.
 
ایډیالوجي کلیمه په لمړي ځل د فرانسې فیلسوف ( Antoine Destutt de Tracy) په ۱۷۹۶ کې د نظرونو د ساینس په توګه ابداع کړې تر څو د نظریاتو یو معقول یا منطقي سیستم رامنځته کړي او له غیرې منطقي غوښتنو سره مخالفت پرې وکړي. په سیاسي ساینس کې هم د ایډیالوجي کلیمه کاریږي او د سیاسي باورونو سیستم ته رجوع کوي.
 
د ایډیالوجي کلیمه د فرانسې د انقلاب په (Reign of Terror) موده کې زېږېدلې او له دې وخته وروسته یې نورې ډېرې مانا ګانې لرلي. د فرانسې فیلسوف کله چې د فرانسې د انقلاب پر وخت زندان کې وه د نظریاتو د ساینس لپاره یې ایډیالوجي کلیمه ابداع کړه. هغه په دې باور وو چې کله انسان له مادي نړۍ سره فعل او انفعال کوي نو د دې مادي نړۍ لپاره یې ذهن کې نظریات شکل اخلي. انتوان ایډیالوجي لیبرال فلسفه وګڼله او اضافه یې کړه چې دا فلسفه به د فردي ازادۍ، د ازادو بازارونو، ملکیت او له حکومت څخه د اساسي قانون دفاع کوي. کله چې (Maximilien Robespierre) د کودتا له لارې نسکور شو نو د انتوان نظریات پلي شول او په انقلاب کې یې تروریستي پړاو پای ته ورسوه. د انتوان کتاب (The Elements of Ideology) ډېر ژر نورو اروپایي ژبه ته وژباړل شو او د اروپا په ډېرو هیوادونو کې خپور شو. په دې کتاب کارل مارکس هم نیوکې کړي.
 
په اوسني وخت کې ایډیالوجي یو تخم ګڼل شوی له کوم څخه چې نور نظرونه وده کوي پرې باور کوونکي ممکن له دې باورونو سره یوازې موافق وي او یا یې پلي کوونکي وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons