Ifeoma Ozoma – اېفې یوما اوزوما
په کال ۱۹۹۱ کې زېږېدلې. د امریکا د عامه پالیسۍ متخصصه، د ټکنالوجي په صنعت کې د پانګه اچونکو د حقونو مدافع ده. له پېنټرېسټ سره یې دوه کاله د عامه پالیسۍ په برخه کې کار وکړ خو دوه کاله وروسته یې له پوسټ استعفا وکړه او ادعا یې وکړه چې شرکت کې له متعصب چلند سره مخ وه. له خپلې دندې وروسته یې د (Earthseed) په نوم د مشاورې شرکت پرانیست او د هغو کار کوونکو مدافع وه چې ادارو او شرکتو کې یې کار کوه او د همدې ادارو د ناقانونه فعالیت په اړه یې رازونه افشا کول.
مخکې ژوند او زده کړې
په الاساکا او شمالي کارولینا کې لویه شوې. مور او پلار یې له نایجریا امریکا ته کډوال شوي. په (Choate Rosemary Hall) لیسه کې یې زده کړې کړي، په ۲۰۱۵ کې یې په سیاسي ساینس کې له (Yale University) څخه لیسانس ترلاسه کړی. له لیسانس وروسته یې په واشنګټن ډي سي کې له ګوګل سره د عامه پالیسي په برخه کې کار پیل کړ، ګوګل سره له دندې وروسته یې د فیسبوک لپاره دوه کاله د نړیوالو اړیکو په پوسټ کار وکړ.
په ۲۰۱۸ کې د پېنټرېسټ د عامه پالیسۍ څانګه تازه پرانیستل شوې وه او په همدې کال ورسره اوزوما دنده پیل کړه. پېنټرېسټ سره یې مرسته وکړه چې د واکسین ضد محتوا له پېنټرېسټ څخه لرې او خپرول یې بند کړي. په پېنټرېسټ کې یې یو کال د معاش زیاتېدو لپاره هلې ځلې وکړې او له پېنټرېسټ یې غوښتنه لرله چې د هغو همکارانو په اندازه برابر معاش ورکړل شي کوم چې اوزوما سره ورته دنده او کاري تجربه لري، پېنټرېسټ یې غوښتنې ته کوم غبرګون ونه ښوده او اوزوما اړه شوه چې د خپلې غوښتنې لپاره وکیل ونیسي.
اوزوما د بېن شاپیرو په نوم د سیاسي محافظه کاره مبصر پوسټونه د هغو کسانو نوملړ ته اضافه کړي وو کوم چې سپین پوسته تر نورو غوره ګڼي او فکر کوي چې سپین پوسته باید په نورو حاکم واوسي. دې چارې ته یې د یوه ښي اړخي همکار غبرګون راوپارېد او د اوزوما شخصي مالومات لکه نوم، ادرس، د ټیلیفون شمېره یې د ترهګرو په ویبپاڼو کې خپاره کړل. د مالوماتو له خپرېدو وروسته ورته هره ورځ د مرګ ګواښونه پیل شول. د خپل همکار په اړه یې پېنټرېسټ ته شکایت وکړ خو پېنټرېسټ نه د مالوماتو په حذف کولو کې مرسته وکړه او نه یې د اوزوما همکار ته جزا ورکړه.
د مالوماتو له خپرېدو او معاش ته د پېنټرېسټ غبرګون نه ښودلو اوزوما غصه کړې وه، په ۲۰۲۰ کې یو مدیر اوزوما ته ” په خطرناکه توګه د ناکافي ” کس خطاب وکړ له دې وروسته اوزوما اړه شوه چې له خپل پوسټ استعفا وکړي، له استعفا وروسته یې (California Department of Fair Employment and Housing) ته شکایت وکړ او ممکن له پېنټرېسټ سره کومې جوړې ته د شکایت پر بنسټ رسېدلې وي. له اوزوما وروسته څو نورو تور پوسته ښځو او سپین پوسته سړیانو د پېنټرېسټ په اړه د توکمیز چلند شکایتونه ثبت کړل.
په ۲۰۲۱ کې یې د (The Tech Worker Handbook) په نامه وړیا ویبپاڼه جوړه کړه. ویبپاڼه کې د ټکنالوجي د کار کوونکو لپاره وړیا سرچینې موجودې دي. له دې سرچینو د ټکنالوجي کار کوونکي د پرېکړو لپاره مالومات تر لاسه کولی شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!