Île Sainte-Marie – سنت ماري ټاپو
پخوانی نوم یې سنت ماري ټاپو او اوسنی نوم یې نوسي بوراها (Nosy Boraha) دی. د ماداګاسکار لویدیځ لور کې د ماداګاسکار ټاپو دی. د ټاپو مرکزي ښار امبودیفوتاترا دی. مساحت یې ۲۲۲ کیلو متر مربع او په ۲۰۱۳ کال کې یې نفوس ۲۶۵۴۷ وو. د پېړیو په اوږدو کې یې خلکو تغیر کړی تر ټولو لمړي خلک یې د اندونیزیا اوسترونیزیایي خلک وو وروسته د سمندري غلو په مرکز بدل شو خو اوسمهال کې یې ټول وګړي د ماداګاسکار د شمال لویدیځ د سمندر غاړې د خلکو په څېر دي. د ټاپو اوږدوالی تر ۶۰ کیلومتره او سور یې تر ۱۰ کیلو متره پورې دی.
د نهنګانو د لید ځای په نامه هم یادیږي. ډېری نهنګان د مثل د تولید لپاره له انترکتیکا دې سیمې ته راځي. د نهنګانو د جنسي نزدیکت او د بچیو لویولو لپاره مناسبه سیمه ده او له همدې امله دلته راګډوال کیږي. مخکې تر دې چې بچیان یې یو کلن شي بېرته سړو اوبو ته کډوال کیږي.