Illawarra Shorthorn – ایلاوارا د لنډو ښکرو غوییز

د شیدو لپاره ساتل کېدونکی د استرالیا د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې سرچینه یې نه ده مستنده شوې خو ګمان کیږي چې نسل یې د اېرشېر، ډیون او د شیدو د غوییزو نسل په دوه رګه کولو رامنځته شوی. له لنګېدو تر وچیدو پورې موده کې ۴۸۲۹ لیتره پورې شیدې کوي خو که چېرې ښه وساتل شي نو تر ۶۷۳۳ لیتره پورې شیدې کولای شي. په شیدو کې یې د غوړو یا شحمو اندازه ۴ % او د پروتینو اندازه ۳.۴% وي.

غواګانې یې ډېر ارام طبیعت لري او زیات عمر کوي. اضافي خوړو ته اړتیا نه لري، له صفر درجې نیولې تر ۴۰°C درجو تودوخې سره د مقاومت وړتیا لري. خسکیان او سپرم یې مرکزي امریکا، اندونیزیا، جاپان، کوریا، پاکستان، کاناډا، منځني ختیځ، نیوزلنډ، متحده ایالتونو او انګلستان ته صادر شوي.

Share
Hide Buttons