Imperialism – امپریالېزم
په مستقیمه توګه د یوې خاورې نیولو او یا د یوې سیمې د اقتصادي کنټرول تر لاسه کولو لپاره د دولت پالیسي او کړنو ته امپریالېزم وایي، د واک او د حاکمیت سیمې پراخولو لپاره پالیسي ته وایي تر څو د یوې سیمې په اقتصاد کنټرول وکړي او یا په مستقیمه توګه سیمه اشغال کړي. د یادې چارې لپاره نرمه پالیسي, سیاسي خوځښت او وسله وال ځواکونه دواړه کاریږي. یاده اصطلاح ډېر وخت په نړیوال پروپاګند کې کاریږي تر څو د مخالف لوري بهرنۍ پالیسي بې اعتباره کړي او غندنه یې وکړي. امپریالېزم له نوي امپریالېزم سره توپیر لري. یوازې امپریالېزم د ۱۵ او ۱۹ پېړۍ ترمنځ د اروپایانو لخوا د امریکا مستعمره کېدو ته کاریږي خو نوی امپریالېزم (new imperialism) له ۱۹ پېړۍ وروسته د جاپان، متحده ایالتونو او اروپایي ځواکونو لخوا په سیمو کې د واک او مستعمرو پراخېدو ته کاریږي خو دواړه د امپریالېزم ډولونه ګڼل کیږي.
امپریالیزم هغې نظریې، ایډیالوجي یا پالیسي ته وایي چې یو هیواد پر نورو ملتونو واکمن کول غواړي. د واک دا ډول غزونه یا د پوځ په زور وي او یا هم په بله سیمه یا هیواد کې سیاسي او یا اقتصادي کنټرول تر لاسه کوونه وي. د تاریخ په اوږدو کې امپریالیزم یو عام سیستم تېر شوی او تر اوسه ادامه لري. تر ټولو پخوانۍ بېلګې یې له زېږېدیز کال څخه ۳ زره کاله وړاندې تاریخ پوهانو موندلي. له ۱۸۷۰ لسیزې څخه له اخلاقي مخې د غندنې وړ ګڼل شوی او نړیوال قانون منع کړی. له همدې امله پروپاګند کوونکي یې د خپل مخالف هیواد د بهرنۍ پالیسي د بدنامولو لپاره کاروي.
د امپریالیزم کلیمه د ۱۶ او ۱۹ پېړیو ترمنځ د امریکا مستعمرو ته کاریږي. خو عصري امپریالیزم بیا د ۱۹ او ۲۰ پېړۍ په پیل کې د لویدیځ لویو ځواکونو او جاپان مستعمرو ته کاریږي. تر ټولو نامتو بېلګې یې په ۱۹۳۹ کې د جرمني په پولنډ برید، د ۱۹۵۰- ۱۹۷۰ لسیزو ترمنځ په ویتنام د امریکا برید، د ۱۷ او ۲۰ پېړیو ترمنځ د انګلستان لخوا د هند مستعمره کول دي
مدیترانه، په غربي اسیا او چین کې امپریالېزم پر له پسې او اوږد د امپراتوریو تاریخ لري. د اشوریانو امپراتوري چې په خلکو یې ډېر ظلمونه کړي له زېږدیز کال څخه د ۶ او ۴ پېړیو وړاندې تر منځ یې د پارس یا فارس امپراتوری ځای ونیوه. د پارس امپراتورۍ د اشوریانو په پرتله د مستعمرو خلکو ته ډېره ازادي ورکړې وه تر څو یې امپراتوري نسکوره نشي. د پارس امپراتورۍ یونانیانو ته لار پرانیسته او له زیږېدیز کال څخه وړاندې د ۳۵۶–۳۲۳ کلونو ترمنځ د مکدونیا الکسندر یونانۍ امپراتوري پراخه کړه. الکسندر وتوانیده چې ختیځه مدیترانه له لوېدیځې اسیا سره یوه کړي او یا د دواړو ترمنځ یووالی رامنځته کړي خو بل نظر یې چې (cosmopolis) وو یوازې یو خوب پاتې شو. د کوزموپولیس (cosmopolis) مانا نړیوال ښار ده او الکسندر غوښتل چې په دې نړیوال ښار کې ټول خلک په همغږۍ او مساواتو کې ژوند وکړي. د کوزموپولیس چاره د پخواني روم خلکو هغه وخت نیمګړې پلي کړې وه کله یې چې خپله امپراتوري له انګلستان تر مصر پورې وغزوله. کله چې روم مات شو نو بیا هېڅکله داسې امپراتوري رامنځته نشوه چې هیوادونه د یو متحد ځواک په څېر سره یو وي.
د ۱۵ او ۱۸ پېړۍ تر منځ فرانسې، نیدرلنډ، پرتګال، هسپانیا او انګلستان په اسیا او افریقا کې خپلې مستعمرې جوړې کړې کومو چې تر یوې پېړۍ پورې دوام وکړ خو وروسته له سخت مقاومت سره مخ شول. وروسته یې د لمړۍ نړیوالې جګړې او ۱۹ پېړۍ تر نیمایي پورې بیا ځلې د امپریالېزم له سختو پالیسیو کار واخیست. په دې نوملړ کې وروسته جاپان، متحده ایالتونه، روسیه او ایټالیا هم ورزیات شول.
د امپریالیزم کلیمه د لاتیني ژبې له (imperium) کلیمې څخه اخیستل شوې مانا یې لوی ځواک یا زبرځواک ده. په لمړي ځل امپریالیزم کلیمه په برتانیه کې په ۱۸۷۰ لسیزه کې وکارول شوه او کارونه یې عامه شوه خو د کارونې مفهوم یې منفي وو. تر دې مخکې امپریالیزم د نورو هیوادونو سیاسي ملاتړ خپلولو ته وېل کیده تر څو د دې سیاسي ملاتړ په مرسته د بل پوځ د برید مخه ډب کړي لکه د درېم ناپلیون هڅې. په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې د لویدیځ او جاپان مستعمرو ته په اسیا او افریقا کې کارېده. امپریالیزم زیات تعریفونه لري خو اډوارډ داسې تعريف کړی : ” هر هغه سیستم چې پر بل حاکم وي او یا هم بل خپل مطیع کوي او اداره یې د امپراتورۍ د مرکز او د مرکز د اطرافو لخوا کیږي. ” په دې تعریف کې عصري کالونۍ او پخوانۍ د امپراتوریو مستعمرې دواړه شاملې دي.
لینن امپریالیزم د کپیټلیزم تر ټولو لوی شکل یا اوج ته رسېدنه ګڼلې. همداسې ډېری کتابونه د اروپایانو هغو مستعمرو ته د امپریالیزم کلیمه محدوده کاروي چې د سمندر له لارې کالونۍ کړي وو. په جیوپولیټیک کې ډېری وخت (imperialism) له (colonialism) سره یو ځای شوې یا تړاو ورکړل شوې کلیمه ده خو ډېری پوهانو ویلي چې هریوه جلا کلیمه ده او جلا تعریفونه لري خو دواړه کلیمې په یو کس یا په یوې ډلې نفوذ، واک لرنه او د درک وړ برتري ته کارېدلي.
رابرټ ینګ د امپریالیزم په اړه وایي چې ” امپریالیزم خپل عملیات له مرکز څخه ترسره کوي، د یوه هیواد پالیسي وي او د خپرونې موخه یې مالي او ایډیالوجیکي وي خو کالونیالیزم د سوداګریزو موخو لپاره د نورو سیمو فزیکي اشغال وي.”
اډوارډ د کالونیالیزم او امپریالیزم ترمنځ توپیر داسې یاد کړی، ” امپریالیزم په یوه بله سیمه واک لرل دي، د بلې سیمې اقتصاد او سیاست باندې کنټرول لرل دي خو په کالونیالیزم کې په بله سیمه کې استوګن کېدل دي.”
امپریالیزم د نورو پر سیاست او اقتصاد کنټرول لرلو ته وایي او کالونیالیزم د یوې سیمې فزیکي اشغال ته وایي. کالونیالیزم په دې فکر کې وي چې څرنګه یوه سیمه په فزیکي توګه اشغال کړي خو امپریالیزم د همدې سیمو لپاره ایډیالوجي جوړونه لټوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!