Indian crested porcupine – هندی تاج لرونکی یا کاکل لرونکی شکوڼ
د ډول علمي نوم یې (Hystrix indica) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. بل نوم یې (Indian porcupine) دی. د زړې نړۍ شکوڼ دی. اصلي ځای یې د اسیا سوېل او منځنی ختیځ دی. وزن یې له ۱۱ تر ۱۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د سر او تنې اوږدوالی یې له ۷۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې او د لکۍ له ۸ تر ۱۰ سانتي متره پورې وي. په بند ځای کې ساتل شوي تر ۲۷ کالو پورې ژوند کړی.
مختلف ډوله خواړه خوري خو ډېره برخه یې کرنیز بوټي دي چې په دې کې پیاز غوټې، ریښې، میوې، غلې، واښه، حشرې او واړه بې شمزي شامل دي. د منرالونو تر لاسه کولو لپاره په هډوکو هم شخوند وهي. په هډوکو کې کلیسم موجود وي کوم چې د شکوڼ د غشو یا ازغیو په وده کې مرسته کوي. په کرنې هم برید کوي او له همدې امله یې بزګر یا وژني او یا یې ځوروي خو په ځینې هیوادونو کې قانون د ژو وژنه او ربړونه جرم ګڼي نو خلکو له شکوڼ څخه د کرنې د ساتنې لپاره مناسبې لارې موندلي.
دواړه واړه بچیان او غټ یې په یوه شپه کې تر ۷ ساعتو پورې خوړو پسې تګ کوي. د ژمي په میاشتو کې چې کله سپوږمۍ وي د نورو ښکاري ژو له وېرې له خپلو غارونو تر هغو بهر نه راوځي تر څو چې سپوږمۍ وي خو په اوړي کې چې شپې لنډې وي هره شپه خوړو پسې ځي او له خپلو غارونو لنډ واټن کې ځان څروي. د فېبرورۍ او مارچ میاشتې ترمنځ جنسي نزدیکت کوي له دوه تر څلورو پورې بچیان زېږوي .
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | هیستریسیدای |
نسل | هیستریکس |
Comments
So empty here ... leave a comment!